کورپاڼه / روغتيا / شين چاى داسې کيميکل لري، چې د کورونا د يو ډول مخنيوى کوي
شين چاى

شين چاى داسې کيميکل لري، چې د کورونا د يو ډول مخنيوى کوي

په شين چاى، يو ډول انګورو او تور چاکليټ کې داسې يو ځانګړى کيميکل موندل شوى دى، چې د کورونا ويروس يو خطرناک ډول (سارس کوو ټو) ويروس له خپرېدو څخه مخنيوى کوي.

په نارت کيرولينا پوهنتون کې يوه څېړنه ترسره شوې ده، چې پکې ويل شوي دي، چې په دې ويروس کې يو ډول اينزايم دي، چې اېم پي ار او ورته ويل کېږي. د ايم پي ار او له امله دا ويروس خپل شمېر په چټکۍ سره زياتوي. خو په شين چاى او يو ډول انګورو کې يو داسې کيميکل موندل شوى دى، چې د دې ويروس د خپرېدو يا زياتېدو مخنيوى کوي.

د کورونا ويروس د زياتېدو کوم اينزايم چې دى، هغه يو ډول پروټيس دى او دا د خېر او شر دواړو لپاره دى، يعنې د روغتيا لپاره هم مهم دى او دا ويروس د خپل شمېر زياتولو لپاره له همدې څخه کار اخلي.

خو د نارت کيرولينا پوهنتون ډي يو ژايي او د هغه ملګري وايي، چې په څه نا څه ډول چې د (سارس کوو ټو) ويروس اينزايم قابو کړاى شي، نو د ويروس د زياتېدو مخه نيول کېږي.

په دې څېړنه کې د تجربې تر څنګ له کمپيوټر څخه هم مرسته اخيستل شوې ده. د دې ويروس مرکزي پروټيس د ويروس په خپرولو کې مهم کردار لوبوي. کله چې دا اينزايم ختم شي، نو ويروس په خپله له منځه ځي.

په څېړنه کې د شين چاى يو کيميکل چې کله په دې ويروس واچول شو، نو هغه د ايم پي ار او سره کلک ونښته او د هغه د زياتېدو مخه يې ونيوله.

که څه هم په يو ډول انګورو او تور چاکليټ کې هم دا کيميکل شته دى، خو د شين چاى ځانګړتيا دا ده چې په دې کې پنځه ډوله کيميکل شتون لري چې ايم پي ار او له منځه وړي.

دا څېړنه د (فرنټيرز ان پلانټ ساينس) په نوم يوه مجله کې خپره شوې ده او په دې څېړنه کې د امريکا د زراعت ادارې هم مرسته کړې ده.

دا هم ولولئ

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه …