د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى شيکر دهون نن ٣٥ کلن شو، چې د هند په ګډون د نړۍ سترو کرکټرانو هم ورته په ټويټر د کليزې مبارکي ورکړې ده.
د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وريندر سهواګ په ټويټر کې بيا شيکر دهون ته مبارکي ورکړې ده او جالبه خبره يې هم ورته کړې ده.
د هند ملي لوبډله اوسمهال په اسټراليا کې ده او هلته د اسټراليا سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو ترسره کولو وروسته د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
سهواګ د شيکر دهون يو پخوانى عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او د کليزې مبارکي يې ورکړې ده. هغه همدا راز ورته ليکلي: ((په خسرګنۍ کې ډېرې منډې جوړه کړې او خوشحاله اوسېږه.))
Many Many happy returns of the day to a ever smiling guy I admire a lot , @SDhawan25 . Sasural mein khoob khoob run banao baaki matches mein bhi aur har khushi manaao. May you get to have many more celebrations , itni ki jaanghein laal ho jaayein . pic.twitter.com/8U5MVHLlaX
— Virender Sehwag (@virendersehwag) December 5, 2020
د يادولو وړ ده چې د شيکر دهون مېرمن عايشه مکرجي د اسټراليا د ميلبورن اوسېدونکې ده، چې نوموړي ورسره په ٢٠١٢ کال کې واده کړى و، دا د عايشه مکرجي دويم واده و.
بل لوري ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي هم د شيکر دهون سره يو عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او هغه ته يې د کليزې مبارکي ويلې ده.
دا عکس چې د اى پي ايل پر مهال اخيستل شوى دى، محمد نبي پکې د کرکټ لباسونو باندې لاسليک کوي او شيکر دهون سره بيا خپل زوى هم په غېږ کې دى او دواړه د کېمره مېن پر لوري ګوري.
Happy birthday bhai🎂🎊 @SDhawan25 pic.twitter.com/QVGxCTYxXp
— Mohammad Nabi (@MohammadNabi007) December 5, 2020
ياده دې وي چې شيکر دهون په ١٩٨٥ کال کې د دسمبر په پنځمه نېټه په ډيلي کې زېږېدلى و، چې په ٢٠١٠ کال کې نوموړي د هند ملي لوبډلې لپاره لوبې پيل کړي دي او د هند يو له چټکو توپوهونکو څخه دى. نوموړي ډېر شمېر ريکارډونه هم جوړ کړي دي او همدا راز د اى پي ايل يوازينى توپوهونکى دى چې په دوه لوبو کې يې پرلپسې سليزې وهلي دي.