کورپاڼه / خپلواک / شهزاد: نه مې کرکټ پرېښى او نه مې پاسپورټ شلولى
محمد شهزاد

شهزاد: نه مې کرکټ پرېښى او نه مې پاسپورټ شلولى

خپلواک وېبپاڼه – کابل: د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد وايي، چې نه يې هم کرکټ پرېښى دى او نه يې هم د افغانستان پاسپورټ شلولى دى.

د نوموړي په تړاو له تېرو دوه ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو دا اوازې خپرې وې، چې ګوا کې د افغانستان پاسپورټ يې شلولى دى او کرکټ يې هم د تل لپاره پرېښى دى، خو نوموړي په خپله تازه ويډيو کې دا ټولې خبرې رد کړي دي.

محمد شهزاد په خپله خپره کړې ويډيو کې وايي، چې د هغه پر ضد ځينې خلک بې ځايه پروپېګنډې کوي او د هغه د بدنامولو هڅه کوي، خو زما مينه وال دې ټول پوه شي چې نه ما خپل پاسپورټ شلولى دى او نه مې هم د کرکټ د پرېښودو په اړه څه پرېکړه کړې ده.

نوموړي په دغه لنډه ويډيو کې خپل دواړه پاسپورټونه هم ښکاره کړي دي او وايي، چې يو پاسپورټ کې يې وخت ختم شوى و نو له هغه وروسته يې دويم پاسپورټ اخيستى دى او هغه سره خپل دواړه پاسپورټونه شته دي.

نوموړي همدا راز له خپلو مينه والو غوښتي دي، چې د داسې بې ځايه پروپېګنډو پروا دې نه کوي.

د يادونې وړ ده چې محمد شهزاد د ډيسپلين د ماتونې له امله د افغانستان کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټې له خوا د يو کال بندېز سره مخ شوى دى. چې د کرکټ بورډ په وينا، محمد شهزاد به ونه شي کولاى چې تر راتلونکي يو کال پورې په نړيوالو يا هم کورنيو لوبو کې ګډون وکړي.

محمد شهزاد چې د ټپونو له امله د ٢٠١٩ نړيوال جام څخه هم بېرته رالېږل شوى و، نوموړي په کابل کې رسنيو ته ويلي و چې هغه روغ دى او له هغه سره عقديي چلند شوى دى، خو په وروستيو کې هغه يو ځل بيا په پاکستان کې ليدل شوى و او همدا لامل شو چې نوموړى د يو کلن بندېز سره مخ شو.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …