کورپاڼه / روغتيا / د سره کړو یا وریته کړو نخودو حیرانوونکې روغتیایي ګټې
نخود

د سره کړو یا وریته کړو نخودو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

ډېری کسان د سره کړو نخودو له ګټو څخه بې خبره وي، خو په دې ډول نخودو کې د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې نغښتي او د ډېرو روغتیایي ستونزو په حل کې هم مرستندویه تمامېږي.

نن سبا ډېرې ځوانان له بېلابېلو روغتیایي ستونزو سره مخامخ وي لکه د وینې کمښت، چاغښت، د دماغو او سترګو کمزوري، د خېټې غټېدل او د هډوکو کمزوري. نو ددې لپاره که چېرته په ورځني ډول یو موټی یا له یو موټي څخه ډېر سره کړي نخود وخوړل شي، نو د ذکر شوو ستونزو څخه مو ژغورلی شي.

روغتیایي کارکوونکي وایي، چې په ۲۰۲۰ او وروسته کلونو کې به د ځوانانو ترټولو لویه ستونزه د دوی چاغوالی وي، چې سره کړي نخود ورته ګټور تمامېږي. دغه راز نخود یو له هغه خوراکي توکو څخه شمېرل کېږي، چې په کمه اندازه کالوري او په ډېره کچه فایبر او پروټین لري، چې په کارولو سره یې نه یوازې د بدن وزن کمېږي، بلکې وجود ته انرژي هم ور په برخه کوي.

بله خوا د خوراکي توکو کارپوهانو لارښوونه کړې، چې نخود باید له پوستکو سره وخوړل شي، ترڅو بدن ته په پوره توګه فایبر او پروټین ورسېږي.

ویل کېږي چې د نخودو په جوړښت کې اوسپنه، زنک، میګنیزیم، فاسفورس، ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین بي ۱۲، ویټامین بي ۶ او په زیاته کچه انټي اکساید او مالګین توکي شتون لري.

سره کړي نخود د مېرمنو لپاره غوره غذا:

که چېرته د مېرمنو لخوا سره کړي نخود استعمال شي، نو د بندونو درد، د وینې کمښت، ستړیا او له دماغي کمزوریو یې ژغوري. دغه راز په مېرمنو کې د پټو ناروغیو او د وزن له ډېرېدو هم مخینوي کوي او دفاعي سیستم یې قوت ورکوي.

د ماشومانو د ودې لپاره:

سره کړي تور نخود نه یوازې د لویانو لپاره بلکې د ماشومانو لپاره هم ګټور ګڼل کېږي، چې بدن ته یې ځواک ورکوي او له مختلفو ناروغیو څخه یې ژغوري.

سره کړي نخود د وینې غوړ کموي:

سره کړي تور نخود د وینې د غوړو په کمښت کې مهم رول لري. که چېرته په منظم ډول وخوړل شي نو له ذکر شوې ستونزې څخه ژغورل کېدلی شئ.

هډوکو ته ځواک ورکوي:

ویل کېږي چې د نخودو په جوړښت کې اوسپنه، فاسفورس، میګنیزیم، کافور او زنک موندل کېږي، چې هډوکو ته ځواک ور په برخه کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …