کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ښوونکى چې ١ ميليون ډالر يې ګټلي و، نيمايي يې په نورو ښوونکو ووېشل
رنجيت

هغه ښوونکى چې ١ ميليون ډالر يې ګټلي و، نيمايي يې په نورو ښوونکو ووېشل

د ملګرو ملتونو د (غوره نړيوال ښوونکي) جايزه، چې ١ ميليونه امريکايي ډالر وه، د هند يو کليوالي ښوونکي رنجيت سن ډيسالي ګټلې وه، نيمايي پېسې يې په نورو ښوونکو ووېشلې.

رنجيت په (پارتي وادي) نومې کلي کې په (زلا پرشاد ښوونځي) کې ښوونکى دى، چېرته چې نجونو ته زده کړې ورکوي او د نجونو د زده کړو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي. هغه او ملګرو يې د هغه نوم د يونيسکو د (ګلوبل ټيچر پرايز ٢٠٢٠) لپاره غوره کړى و، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه ورته ١٢ زره نور ښوونکي هم نوماندان و.

دا ټول هغه ښوونکي و چې په وروسته پاتې هېوادونو کې د تعليم په برخه کې يې خپل خدمتونه ترسره کول.

په دې کې د کينيا يو هغه ښوونکى هم و چې د خپل معاش ٨٠ سلنه يې غريبو زده کوونکو ته ورکوله، خو رنجيت بيا د نجونو په زده کړه کې ډېره علاقه درلوده او په ټولنه کې يې د نجونو د زده کړې لپاره هلې ځلې کوي.

رنجيت د ياد کلي ژبه هم زده کړې وه او د ښوونځي کتابونه يې د يو کوډ په مرسته د ځيرکو موبايلونو سره لګولي و، چې په ځايي ژبه کې به يې هم خلکو ته ليکچرې، ويډيوګانې او نور معلومات ورکول. همدا راز نوموړي د کيو ار کوډ په مرسته د ښوونځي لپاره د حاضرۍ طريقه هم جوړه کړه چې اوس ترې په ټول هند کې ګټه اخيستل کېږي.

رنجيت چې کومې ١ ميليون ډالر ګټلې وې، په هغه کې يې نيمايي پېسې، يعنې ٥٠٠ زره امريکايي ډالر واخيستل او پاتې ٥٠٠ زره امريکايي ډالر يې هغه ٩ ښوونکو ته پرېښودل، چې هغوى هم په دې مسابقه کې لس غوره مقام ته رسېدلي و. هر يو ښوونکي ته ٥٥ زره امريکايي ډالر ورکړل شو، چې د مالېزيا، برازيل، امريکا، برېتانيې، وېتنام، نايجيريا، سويلي افريقا، سويلي کوريا او ايټاليې ښوونکي پکې شامل و.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه څلور الوتکې چې د الوتنې پرمهال ورک شوې او تر اوسه یې څه خبر رانغی

که چېرته د هوایي الوتکو ترمنځ ټکر یا کومه بله پېښه رامنځته شي، نو لږ …