کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ګال ګليډيټرز پرلپسې ٥مه ماتې وخوړه، وايکينګ څلورمه بريا خپله کړه
انور علي

ګال ګليډيټرز پرلپسې ٥مه ماتې وخوړه، وايکينګ څلورمه بريا خپله کړه

د ګال ګليډيټرز لوبډلې په نننۍ لوبه کې يو ځل بيا د ډمبوله وايکينګ څخه ماتې وخوړه، چې دا يې پرلپسې پنځمه ماتې ده، همدا راز ډمبوله وايکينګ بيا څلورمه بريا خپله کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ١٢مه لوبه د ډمبوله وايکينګ او ګال ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ډمبوله وايکينګ پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ډمبوله وايکينګ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې اوپل ترانګا ٧٧، نيروشان ډيکويلا ٦٠ او داسون شناکا ٣٧ منډې وکړې. همدا راز سميع الله شينواري هم ٩ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

اوپل ترانګا

د ګال ګليډيټرز له لوري دنانجايا لکشن ٢، اسيتا فرنانډو او لکشن سنداکان ١-١ ويکټې واخيستې.

د ٢٠٨ منډو هدف په تعقيب کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې د ٩ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري دنوشکا ګونتاليکا ٧٨، اعظم خان ٥٥ او احسن علي ١٩ منډې وکړې.

د ډمبوله وايکينګ له لوري انور علي ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کاسون راجيټا، سميت پټيل، راميش مينډس او داسون شناکا ١-١ ويکټې واخيستې. سميع الله شينواري هم ١ اور ترسره کړ او ١٣ منډې يې ورکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انور علي ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې د نننۍ لوبې په بريا سره ډمبوله وايکينګ په پنځه لوبو کې څلور برياوې خپلې کړې او د ٨ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله شوه، همدا راز د ګال ګليډيټرز لوبډلې بيا پنځمه لوبه کې هم ماتې وخوړه او تراوسه پورې يې هېڅ لوبه نه ده ګټلې.

حضرت الله ځاځى چې له ګال ګليډيټرز لوبډلې سره لوبېږي، دا دويمه لوبه ده چې په لوبه کې چانس نه ورکول کېږي، نوموړى په لومړنيو لوبو کې نه و ځلېدلى.

نن د لنکا پريمئير ليګ بله لوبه د کولمبو کنګز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران بهترینه توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې …