کورپاڼه / خبرونه / وسيم اکرم: نيوزيلېنډ کې د لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راتلل د شرم خبره ده
وسيم اکرم

وسيم اکرم: نيوزيلېنډ کې د لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راتلل د شرم خبره ده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر وسيم اکرم ويلي دي، چې په نيوزيلېنډ کې د پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راتلل د شرم خبره ده.

نوموړي له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نيوزيلېنډ ته له رسېدو وروسته د ملي لوبغاړو د کورونا ټېسټونه راتلل د شرم خبره ده، ځکه چې نيوزيلېنډ داسې هېواد دى چې کورونا تر نورو ژر کنټرول کړه.

هغه زياته کړه، پاکستان کرکټ بورډ ته پکار  و، چې د لوبغاړو له تګ مخکې يې د خونديتوب ټول کارونه ترسره کړي واى، دوى ته پکار و چې لوبغاړي يې د ډېر وخت لپاره په پاکستان کې کرنټين کړي واى.

وسيم اکرم په خپلو خبرو کې وويل، پاکستاني لوبغاړي په نيوزيلېنډ کې د يوازېتوب ښکار دي، لوبغاړي له يوې نيمې اونۍ راهيسې په کوټو کې بند دي او دا به يې په پرفارمنس باندې حتماً ډېر اغېز پرېباسي.

نوموړي له رسنيو سره د بابر اعظم په اړه لګولو شويو تورونو باندې هم خبرې وکړې وې او وې ويل چې بابر اعظم د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر او يو مخکښ توپوهونکى دى، په هغه چې کوم تورونه لګول شوي دي، هغه ته پکار ده چې رښتيا د خلکو وړاندې رابرسېره کړي، بيا به پرې زه هم خپله تبصره وکړم.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې شاوخوا ١١ ورځې وړاندې نيوزيلېنډ ته تللې ده، چې هلته کرنټين شوې ده، د ټولو لوبغاړو پرلپسې څو ځلې د کورونا ټيسټونه شوي دي، چې د ١٠ لوبغاړو ټېسټونه يې مثبت راغلي دي، چې څلور پکې ډېر د اندېښنې وړ نه دي، خو ٦ کسان بيا د ډېرې اندېښنې وړ دي.

د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت پاکستان ته اخطار هم ورکړى و او ورته يې ويلي و، چې لوبغاړي يې د کورونا پروټوکول نه تعقيبوي او که بيا سرغړونه وکړي، نو دوى به يې بېرته پاکستان ته ورولېږي.

د يادولو وړ ده چې نيوزيلېنډ لومړنى هېواد و چې کورونا يې په بشپړه توګه کنټرول کړې وه او اوس د نيوزيلېنډ د روغتيا وزارت په دې اندېښنه کې دى، چې د پاکستاني لوبغاړو څخه يو ځل بيا کورونا په دغه هېواد کې خپره نه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې …