کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ځيرک فلش چې د (فنګر پرنټ) نه بغېر نه خلاصېږي
ځيرک فلش

ځيرک فلش چې د (فنګر پرنټ) نه بغېر نه خلاصېږي

په نړۍ کې په لومړي ځل ځيرک فلش USB جوړ شوى دى، چې له دې وروسته به څوک ونه شي کولاى چې ستاسې مهمه ډاټا غلا کړي، ځکه دا فلش په فنګر پرنټ Finger Print بندېږي او خلاصېږي. دې فلم ته د (واوا ټچ يو اېس بي) نوم ورکړل شوى دى، چې ډېر ژر به د ١ او ٢ ټيرابايټ سره بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

په دې فلش يا USB کې د لس کسانو د ګوتې نښې يا فنګر پرنټ راجستر کېداى شي، په دې سره کولاى شئ چې مهمه ډاټا د نورو خلکو څخه په اسانۍ خوندي وساتئ.

د سان فرانسيسکو د ټېکنالوژۍ يو شرکت دا نوښت کړى دى او دا فلش يې په يوه وېبپاڼه باندې خپور کړى هم دى، چې په بشپړ ډول تيار دى، خو د کورونا له امله ښايي يو څه ناوخته بازار ته وړاندې شي.

د فنګر پرنټ اسانتيا لرلو سره دا د نړۍ لومړنى ځيرک فلش دى، چې ډېر زيات خوندي دى. کله چې تاسې د فنګر پرنټ يا ګوتې په مرسته دا خلاص نه کړئ، نو د دې ډاټا هېڅوک هم نه شي ليدى.

که چېرته غواړئ چې لا زيات يې خوندي کړئ، نو د فنګر پرنټ ترڅنګ په دې کې د شفر يا پاسورډ اسانتيا هم شته.

په دې فلش کې همدا راز يو کوچنى ايل اي ډي هم شته دى چې د بېلا بېلو حالتونو په وخت کې هغه ډول رنګ خپلوي. کله چې څه ايرر راشي نو رنګ يې سور کېږي او د ډاټا انتقالولو پر مهال يې رنګ شين کېږي.

دا ځيرک فلش ډېر چټک هم دى، ځکه د ١٠ جي بي ډاټا يوازې په ٢٠ ثانيو کې انتقالوي، يعنې دا د يو معياري هارډ ډيسک څخه لږ تر لږه پنځه ځله چټک دى.

د دې د ډاټا انتقالولو چټکتيا په يوه ثانيه کې د ٤٨٠ څخه تر ٥٤٠ ميګابايټس پورې ده، خو په بېلا بېلو کمپيوټرونو او نورو شيانو کې د دې چټکتيا بېلا بېله کېداى شي.

د (واوا ايس ايس ډي ټچ) په هر ډول کمپيوټر، لېپټاپ، مېک، ايي پېډ، اينډرويډ، ګېمنګ کونسول، کېمرو، ټېبليټ وغېره کې کارولى شئ.

د دې فلش د يو ټيرابايټ (زر جي بي) بيه ١٤٩ امريکايي ډالر ايښودل شوې ده او که دوه ټيرابايټ اخلئ نو د هغې بيه ٢٦٩ امريکايي ډالر ده.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …