کورپاڼه / روغتيا / د زکام او نزلې څخه د ژر خلاصون درې اغېزمنې طریقې
زکام

د زکام او نزلې څخه د ژر خلاصون درې اغېزمنې طریقې

انګلیستاني ډاکتر سارا جارفیس پخپله یوه مرکه کې درې داسې اغېزمنې طریقې ښودلي، چې په عملي کولو سره به یې ډېر ژر د زکام او نزلې څخه وژغورل شو.

سارا جارفیس وایي، لومړنۍ طریقه داده چې باید هیڅکله خپله مرۍ وچه پرېنږدو او تل هڅه وکړو چې لمده پاتې شي، چې په دې سره به په میکروبونو منفي اغېزې پرېوزي او د زکام او نزلې څخه به وساتل شو.

د سپوتنک خبري اژانس د خبر له مخې ډاکتر سارا وایي، چې ذکر شوې طریقه له یوې څېړنې ثابته شوې او په څېړنه کې راغلي دي، چې په دې طریقه سره د زکام مرحله نیمایي ته رارسېدلی او په شدت کې یې یو پر دوه کمي راتللی شي.

نوموړی ډاکتر دویمه طریقه داسې بیانوي، چې د زکام او نزلې ناروغان دې Echinacea وکاروي، چې د استعمال وروسته به ډېرې ښې پایلې هم ترلاسه کړي.

دغه راز د زکام او نزلې څخه د خلاصون دریمه لاره یې دا ښودلې، چې په ذکر شوو ناروغیو اخته کسان باید د بدن ویټامین سي پوره کړي او یا دې له تروشو مېوو، مرچو، برکولي او له آلو څخه ګټه پورته کړي.

له دې وړاندې هم د خوراکي توکو کارپوه ارینا لیزن ویلي ول، چې د ژمي یا د بارانونو په موسم کې مسالې د زکام او نزلې مخنیوي کوي او په درملنه کې یې اغېزمن تمامېږي. لیزن وایي، که چېرته له مسالې څخه ګرم څښاک تیار شي، نو د بدن دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي او د زکام او نزلې په درملنه کې مرستندویه ګڼل کېږي.

دغه راز په زکام او نزلې اخته کسانو ته ځینې مشورې ورکول کېږي چې په لاندې ډول دي:

  • آرام یا استراحت وکړئ.

  • ګرم څښاک استعمال کړئ، په ځانګړي توګه چای ډېر وڅښئ.

  • ګرم خواړه وخورئ.

  • د درد یا تبې د درلودلو په صورت کې پراسیټامول وخورئ.

  • د زکام علت پیدا کړئ، چې آیا زکام مو د ګرد، غبار، لوګي، سګریټ که د یخو اوبو په سبب پیدا شوی، که چېرته د زکام سبب پیدا شو، نو تر څه مودې پورې ترې ډډه وکړئ، که بیاهم له دوو اوونیو زکام، تبه او د بدن دردونه دوامدار ول، نو د سینې یو متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …