کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له دې وروسته په يوټيوب کې د تبصرو سره احتياط کوئ
يوټيوب

له دې وروسته په يوټيوب کې د تبصرو سره احتياط کوئ

د ويډيوګانو خپرولو سترې او مشهورې وېبپاڼې يوټيوب پرېکړه کړې ده، چې په خپله پاڼه کې د تبصرو په تړاو يو نوى بدلون راولي، نو له دې وروسته مو په يوټيوب کې د تبصرو سره احتياط کوئ.

د ټېکنالوژۍ په تړاو نظر ساتونکې يوې وېبپاڼې (دي ويرج) تېره ورځ په يو راپور کې ويلي دي، چې يوټيوب د کرکې او بدو الفاظو د تبصرو د مخنيوي لپاره په يو نوي فيچر يا ځانګړنه باندې کار پيل کړى دى.

د دې نوي فيچر کار به دا وي، هر څوک چې په يوه ويډيو باندې کمنټ يا تبصره کوي، نو دا به ورته يو پېغام ورکوي، چې د تبصرې د خپرولو څخه مخکې دې يو ځل بيا د خپلې تبصرې په اړه فکر وکړي.

په راپور کې زياته شوې، که يو څوک په خپلو تبصرو کې له کرکې او او بدو الفاظو څخه کار اخلي، نو لومړى خو به خبردارى ورکول کېږي او که بيا هم ياد کس له دا ډول تبصرو څخه لاس وانخلي، نو بيا به يې اکاونټ تړل کېږي.

يوټيوب وايي، هر څوک چې په يوټيوب کې په يوه ويډيو داسې تبصره وکړي، چې د کرکې يا بد الفاظ پکې کارول شوي وي، نو يوټيوب به يې دې ته مجبوروي، چې د خپلې تبصرې په اړه فکر وکړي.

د يوټيوب مسوولين وايي، چې دا فيچر به لومړى د انډرويډ کاروونکو لپاره وړاندې شي او په پيل کې به يوازې د انګليسي ژبې په تبصرو نظر ساتي.

د يادولو وړ ده چې يوټيوب د ويډيوګانو خپرولو په برخه کې تر ټولو ستره وېبپاڼه ده، چې هره دقيقه ورته ٣٠٠ ساعته ويډيوګانې اچول کېږي، همدا راز هره ورځ په دې وېبپاڼه کې ٥ ميليارده ويډيوګانې کتل کېږي، چې دا يو ډېر لوى شمېر دى. د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم يوټيوب ډېر ليدونکي لري.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …