کورپاڼه / د لوبو راپورونه / کولمبو کنګز په ډېرې اسانۍ د کنډي ټسکرز لوبډله ماته کړه
قېس احمد

کولمبو کنګز په ډېرې اسانۍ د کنډي ټسکرز لوبډله ماته کړه

د کمزورې توپوهنې وروسته د کنډي ټسکرز له لوري ټاکل شوى هدف د کولمبو کنګز لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او څلورمه بريا يې هم خپله کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ١٣مه لوبه د کنډي ټسکرز او کولمبو کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کنډي ټسکرز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

کنډي ټسکرز په ١٩.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمان الله ګربز تر ټولو زياتې ٣٤ منډې ترلاسه کړې، نوموړي ٢ شپږيزې او ٤ څلوريزې هم ووهلې، همدا راز عرفان پټان ١٨ او ديلروان پيريرا ١٢ منډې وکړې.

د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد، اشان پريانجن او تيکشيلا ډي سلوا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، درې واړو ٢-٢ لوبغاړي وسوځول. همدا راز انجيلو ميتيوز، دوشمانتا چميرا او انډري رسل هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٠٦ منډو هدف د کولمبو کنګز لوبډلې په ١٤.١ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په ستر توپير يې د کنډي ټسکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري دنيش چنديمل ٣٥ ناسوځېدلې او اشان پريانجن ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کنډي ټسکرز له لوري مناف پټيل، وشوا فرنانډو او نوان پرديپ ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه دوشمانتا چميرا ته ورکړل شوه.

په نننۍ لوبه کې نوين الحق ته چانس ورنکړل شو، په داسې حال کې چې نوموړي په تېرو پنځه لوبو کې ٨ ويکټې ترلاسه کړې وې.

کولمبو کنګز د نننۍ بريا سره په ٥ پنځه لوبو کې ٤ لوبو کې بريا خپله کړه او د ٨ نومرو سره په جدول کې دويمه لوبډله شوه، همدا راز کنډي ټسکرز بيا په ٦ لوبو کې پنځمه ماتې هم وخوړه او په جدول کې څلورمه لوبډله ده.

سبا د لنکا پريمئير ليګ کومه لوبه نشته او د دسمبر په ٧مه نېټه به دوه لوبې ترسره شي، چې لومړوۍ لوبه به د کولمبو کنګز او ګال ګليډيټرز او دويمه لوبه به د ډمبوله وايکينګ او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ د ټیسټ لوبې څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د دویمې لوبې څلورمه …