کورپاڼه / خبرونه / محمد شهزاد په نازک حالت کې په روغتون کې بستر شوی
محمد شهزاد

محمد شهزاد په نازک حالت کې په روغتون کې بستر شوی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد پرون په نازک حالت کې روغتون کې بستر شوی و.

د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړي افسر ځاځي په روغتون کې له محمد شهزاد سره اخیستل شوی عکس بېګا د شپې په فېسبوک کې خپور کړی و او د هغه د ناروغۍ په اړه يې خلک خبر کړي و.

نوموړي همدا راز له خلکو نه غوښتنه کړې وه چې د محمد شهزاد د روغتیا لپاره دعا وکړي.

خو هغه دا نه دي ليکلي چې محمد شهزاد څه ناروغي لري چې له امله يې نوموړی بستر شوی دی.

خو په عکس کې لیدل کېږي چې محمد شهزاد ته وینټیلاټور یا اکسیجن لګول شوی دی.

بلخوا ملي ټلویزیون د محمد شهزاد په اړه په خپور کړي خبر کې ويلي دي، چې محمد شهزاد ورته وویل چې په روغتون کې بستر شوی، خو اوس يې حالت د ډاډ وړ دی.

دوی ليکي، شهزاد وايي چې له تېرو درې ورځو څخه ناروغ و، خو نن يې حالت نازک شو، چې روغتون کې بستر شو. هغه زياتوي، چې اوس يې حالت د ډاډ وړ دی.

د یادولو وړ ده چې محمد شهزاد تېره ورځ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د دستمال په پروګرام کې هم و، چې عکسونه يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و.

محمد شهزاد ٣

محمد شهزاد یو وخت د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی و، خو په دې وروستیو کې نوموړی په ملي لوبډله کې نه دی لوبېدلی.

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر مهال هغه بېرته کابل ته راولېږل شو، چې نوموړي د کرکټ بورډ پر ضد څرګندونې وکړې او وروسته د یو کلن بندېز سره هم مخ شو، چې په دې وروستیو کې یې یاد بندېز له وخت مخکې د کرکټ بورډ عمومي رییس ختم کړ.

محمد شهزاد له بندېز ختمېدو وروسته په کابل کې تمریناتي کمپ کې هم ګډون کړی و او يوه مرکه کې يې ویلي و، چې د بندېز ختمېدو وروسته بېرته ملي لوبډلې سره یو ځای شوی چې ډېر خوشحاله دی.

نوموړي دا هم ويلي و، چې دوی په شل اوریزو لوبو کې ډېر تکړه دي او اسیا جام کې به د اتلولۍ ګټلو هڅه وکړي، خو یاد جام د کورونا له امله وځنډېده.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …