کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ګوګل کې کله هم دا شيان مه پلټئ يا مه سرچ کوئ
ګوګل

په ګوګل کې کله هم دا شيان مه پلټئ يا مه سرچ کوئ

هسې که وکتل شي نو له ګوګل پرته د انټرنېټ نړۍ بېخي تشه وي، ځکه د اتومات موټرو څخه نيولې، تر ځيرکو لينزونو پورې ګوګل سلګونه پروژې لري، خو د ګوګل اصل پېژندګلو سرچن انجن يا پلټنځى دى.

هغه ټول خلک چې انټرنېټ ته لاسرسى لري، هره ورځ يو څه نا څه په ګوګل کې لټوي، خو ځينې شيان داسې هم دي چې تاسې يې بيا کله په اړه پلټنه ونه کړئ.

داسې شيان چې وروسته يې اعلان ليدل نه خوښوئ

داسې اعلانات چې ليدل يې نه غواړئ

ځينې داسې شيان چې تاسې يې په ګوګل کې وپلټئ، د يو څه شي درملنه، يا بل داسې يو څه، نو تاسې بيا د هغه شيانو اعلانونو ته هم په تمه اوسئ. هر کله چې تاسې کومه وېبپاڼه راخلاصوئ، نو تاسې ته به هماغه اعلانونه مخې ته راځي، کوم شيان چې تاسې په ګوګل سرچ انجن کې لټولي وي.

د جرمونو په اړه

جرم

دا ستاسې لپاره ډېر خطرناک کېداى هم شي، لکه په ګوګل باندې د کومې وسلې جوړولو په اړه لټول، که دا تاسې يوازې د تفريح لپاره هم کوئ، خو په ځينو هېوادونو کې امنيتي ادارې د دې ډول شيانو لټولو معلومات ټرېک کوي او ستاسې د اى پي ادرس په مرسته تاسې ته ځان دررسوي.

د خپلې ناروغۍ نښې

د ناروغۍ نښې

لومړۍ خبره خو دا ده چې د روغتيايي ستونزو په اړه بې شمېره وېبپاڼې شته دي چې هلته د هر ډول روغتيايي مسلو په اړه معلومات شته، خو که تاسې په ګوګل کې د خپلې ناروغۍ د علامو يا نښو په اړه پلټنه وکړئ نو تاسې ته سخته ضربه رسولى شي، ځکه داسې معلومات به وګورئ چې ښايي پرېشانه مو کړي، نو که کومه روغتيايي ستونزه لرئ نو د ډاکټر ګوګل پر ځاى کوم نږدې ډاکټر ته لاړ شئ.

د پوستکي ستونزې

د پوستکي ستونزې

که په څېره باندې مو کوم داغ لرئ نو ګوګل کې يې مه لټوئ. ځکه په داسې کولو به ستاسې مخې ته دومره ډېر معلومات او عکسونه راشي، چې ښايي پرېشانه شئ. هسې خو په عام ډول دانې په څو ورځو کې بېرته ښې کېږي، خو که بيا هم ستونزه لرئ نو ډاکټر ته ورشئ.

ژباړه

ژباړه

څو ځلې به تاسې د انګليسي او پښتو د ژباړې لپاره د ګوګل ټرانسلېټ ته تللي يئ؟ خو داسې هم مه کوئ، ځکه چې که تاسې په ګوګل کې دا ژباړه ګورئ، نو ښايي له جالبو ټکو سره مخ شئ، ښايي ستاسې د جملې داسې ژباړه راشي چې بېخي ډېر مو پرېشانه کړي.

ورږې

ورږې

دا کوچنۍ حشرې ستاسې د شپې خوب خرابولى شي، خو که چېرته تاسې په دې اړه د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوئ، چې دا حشرې څه ډول خورېږي، نو په ګوګل کې د دې عکسونو په ليدلو سره به مو خوبونه حرام شي.

د سيګريټ څښونکو سږي

سيګريټ

ډېرى خلک د تماکو يا سيګريټ څښلو عادت لري او کېداى شي هغوى د دې په اغېزو باندې هم کله کله فکر کوي، نو تاسې د سيګريټ څښونکو خلکو د سږو په اړه هېڅ کله پلټنه مه کوئ، ځکه داسې عکسونه به ووينئ چې ښايي ډېر مو پرېشانه کړي.

خپل نوم

ګوګل

د انټرنېټ په اوسني دور کې د پرايويسي يا شخصي معلوماتو په نوم هېڅ هم نه دي پاتې، که چېرته تاسې خپل نوم په ګوګل کې وپلټئ، نو ښايي داسې ځينې غلط عکسونه، د تېر وخت معلومات يا نور داسې څه مو مخې ته راشي، چې پرېشانه مو کړي، ځکه د دې موادو ډيليټول ستاسې په لاس کې نه دي، نو د خپل نوم له پلټلو ډډه وکړئ.

داسې څه چې تاسې وشرمېږئ

لېپټاپ

په ګوګل کې خلک د ډېر څه په اړه سرچ کوي، چې د نورو خلکو په وړاندې په داسې کارونو شرمېږي، له دې پرته ستاسې د کمپيوټر په شيشه داسې اعلانات هم راځي، چې د خلکو په وړاندې يې ښايي تاسې ونه ليدلى شئ، نو دا هر څه ستاسې د سرچ له امله راځي.

حشرې

حشره

که چېرته تاسې د حشرو په اړه معلومات راغونډول غواړئ، نو د ځانګړو اصطلاحاتو سره سرچ وکړئ، ځکه که داسې ونه کړئ، ستاسې مخې ته به داسې عکسونه راشي، چې ښايي په ذهني ډول مو ډېر خراب کړي.

کوم شى ښه دى او که نه؟

سودا اخيستل

په انټرنېټ کې ډېر داسې خلک شته چې هغوى ځان ته د هر څه هوښياران وايي، نو که تاسې د يو څه په اړه په ګوګل کې پلټنه کوئ چې ايا دا درمل، څيز يا بل څه ستاسې لپاره ښه دي او که نه، نو په سلګونو وېبپاڼې کې به درته ښه او خراب دوه ډوله ځوابونه پېدا شي، نو په ځاى د دې له يوه نږدې پوه کس سره په دې اړه مشوره وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …