کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چين دويم هېواد شو چې په سپوږمۍ کې يې خپل بېرغ وځړاوه
چينايي بېرغ

چين دويم هېواد شو چې په سپوږمۍ کې يې خپل بېرغ وځړاوه

چين د نړۍ دويم هېواد شو چې په سپوږمۍ کې يې خپل بېرغ وځړاوه، له دې مخکې امريکا شاوخوا پنځوس کاله مخکې لومړنى هېواد و چې په سپوږمۍ کې يې خپل بېرغ لګولى و.

د چين ملي سپېس ادارې له لوري په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کېږي، چې د چين بېرغ په سپوږمۍ کې لګول شوى دى، خو هېڅ حرکت نه کوي، ځکه هلته هوا نشته.

دا عکس د چين سپوږمۍ ته لېږل شوي غېر انساني (چېنج ٥) فضايي الوتکې له لوري اخيستل شوى دى، چې د سپوږمۍ څخه د خاورو او تيږو د نمونو راوړلو لپاره لېږل شوى دى. دغه فضايي الوتکې د پنجشنبې په ورځ ځمکې ته له بېرته راتګ مخکې دا عکس اخيستى دى.

د چين فضايي الوتکه

له دې مخکې هم دوه ځلې چينايي ماشينونه سپوږمۍ ته تللي و، په دغه ماشينونو کې هم د چين بېرغ و، خو دا بېرغ په سپوږمۍ کې نه و ځړول شوى، بلکې يوازې په فضايي الوتکه يا د څېړنيز مشن لپاره په کارول شوي موټر کې لګول شوى و.

چين وايي، چې په سپوږمۍ د چين د بېرغ لګولو دا وخت همداسې دى، لکه د امريکا اپولو ١١ چې کله په سپوږمۍ کې خپل بېرغ لګولى و.

د چين دا بېرغ له ټوټې څخه جوړ شوى دى، چې پلنوالى يې ٢ متره او اوږدوالى يې ٩٠ سينټي متره دى او دا يو کيلو وزن لري. دا بېرغ په دې ډول جوړ شوى دى چې په هر ډول موسم کې خوندي پاتې شي.

د چين دا (چېنج ٥) مشن په تېرو ٧ کلونو کې دريم بريالى مشن دى چې چاند ته تللى.

امريکايي بېرغ

د يادولو وړ ده چې امريکا لومړنى هېواد و چې په ١٩٦٩ کال کې يې د (اپولو ١١) مشن چاند ته لېږلى و، چې انسانان هم پکې و او هلته يې خپل بېرغ ولګولو.

تر ١٩٧٢ کلونو پورې امريکا نور مشنونه هم سپوږمۍ ته ولېږل او هلته يې ټول پنځه امريکايي بېرغونه ولګول. په ٢٠١٢ کال کې د امريکا فضايي ادارې ناسا ويلي و، چې په سپوږمۍ د امريکا لګېدلي بېرغونه اوس هم شته، خو ساينسپوهانو ويلي و چې د تېزې رڼا له امله يې رنګونه سپين شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سګنال اپليکېشن

د کاروونکو له زياتېدو وروسته سګنال اپليکېشن کار پرېښى

د وټساپ د نوې پالېسۍ تر اعلان وروسته د سګنال اپليکېشن کاروونکي په چټکۍ سره …