کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ګوتمه چې ١٢ زره الماس پکې لګول شوي
ګوتمه

هغه ګوتمه چې ١٢ زره الماس پکې لګول شوي

تاسې به ډېر داسې څه ليدلي و، چې په اړه يې حېرانه شئ، خو نن درته د يوې داسې ګوتمې په اړه معلومات درکوو، چې په زرګونو الماس پکې کارول شوي دي.

د ګل په څېر ښکاره کېدونکې د دې ښکلې او ښايسته ګوتمې په اړه که درته معلومه شي، چې په دې کې يو دوه نه، بلکې په زرګونو الماس کارول شوي دي، نو رښتيا خبره ده چې حېرانه به شئ.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند يو اوسېدونکي د دې ګوتمې په جوړولو نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړى دى. نوموړي په دې ګوتمه کې ١٢ زره او ٦٣٨ کوچني الماس لګولي دي.

د زرګونو الماسو لرونکې د دې ګوتمې جوړونکى هندى وايي، چې هغه د دې ګوتمې نوم (دي مېري ګولډ) ايښى دى او د دې وزن ١٦٥ ګرامه دى.

په راپور کې ويل شوي دي، ياد هندى وايي، چې هغه غوښتل يوه داسې ګوتمه جوړه کړي چې له ١٠ زرو څخه زيات الماس پکې کارول شوي وي، نو هغه په دې اړه هلې ځلې پيل کړې او بالاخره د دې ګوتمې په جوړولو کې بريالى شو.

نوموړى همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، چې د دې ګوتمې د پلورلو هېڅ اراده نه لري، هغه وايي چې دا ګوتمه د هغه لپاره يو وياړ دى او د دې ګوتمې هېڅ بيه نشته.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې نوموړي هندي د دې ګوتمې په جوړولو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى، خو په دې اړه تراوسه پورې معلومات نشته، چې ايا د ريکارډونو نړيوال کتاب (ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ) کې د دې هندي کس نوم د دې ريکارډ په جوړولو ثبت شوى دى او که نه. يا هم تر دې مخکې کومه ګوتمه داسې وه، چې ډېر الماس پکې کارول شوي و.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …