کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند له اسټراليا خپل بدل واخيست

هند له اسټراليا خپل بدل واخيست

د هند لوبډلې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د اسټراليا لوبډلې ته د ٦ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او په دې سره يې د ٢ لوبو په ګټلو سره د ٣ لوبو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه لوبه په سډني کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې هند پچه وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسټراليا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ميتيو ويډ د ١ شپږيزې او ١٠ څلوريزو په مټ په ٣٢ توپونو ٥٨، سټيو سميت د ٢ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٤٦، موسيس هينريکس ٢٦ او ګلين ميکسويل ٢٢ منډې وکړې.

ميتيو ويډ

د هند له لوري ټي ناټاراجن ٢، شردل ټاکر او يوژيندرا چاهل ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٥ منډو هدف د هند لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې هم بريا خپله کړه.

د هند له لوري شيکر دهون د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٣٦ توپونو ٥٢، هارديک پانډيا د ٢ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٢٢ توپونو ٤٢ ناسوځېدلې، ويراټ کوهلي ٤٠ او کى ايل راهول ٣٠ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري ډينيل سامس، انډريو ټاى، مچل سويپسون او اډم زمپا ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هارديک پانډيا ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم د هند لوبډلې بريا خپله کړې وه او د نننۍ لوبې په بريا سره يې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې ٢ لوبې وګټلې چې لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دريمه يا وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د دسمبر په ٨مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اسټراليا

اسټراليا د ٦٤ منډو په توپير د نيوزيلېنډ لوبډله ماته کړه

د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې اسټراليا ښه توپ …