کورپاڼه / خبرونه / د انګلستان ٢ لوبغاړي په کورونا اخته شوي، سيالۍ لغوه شوه
ايون مورګن او کوانټين ډي کوک

د انګلستان ٢ لوبغاړي په کورونا اخته شوي، سيالۍ لغوه شوه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د دوه لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، د انګلستان او سويلي افريقا نننۍ لوبه هم د کوم توپ ترسره کولو پرته لغوه شوې ده.

د راپورونو په وېنا، د انګلستان لوبغاړي چې په کوم هوټل کې مېشت و، هلته د دوه کسانو د کورونا ټېسټونو مثبت راتلو وروسته د انګلستان د ټولو لوبغاړو او کوچنګ سټاف د کورونا ټېسټونه ترسره شو.

ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د دوه لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، چې له هغه وروسته ټول لوبغاړي او کوچنګ سټاف کرنټين شوى دى.

د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه چې دوه ورځې وړاندې ترسره کېدونکې وه، تر نن (دسمبر ٦) پورې وروسته له هغې وځنډول شوه، چې په هوټل کې د ځينو کسانو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي و.

د سويلي افريقا کرکټ بورډ په يو ټويټ کې ويلي و، چې د ټولو لوبغاړو ټېسټونه يې ترسره کړي دي، خو کوم سويلي افريقايي لوبغاړى په کورونا نه دى اخته.

نن يو ځل بيا ويل شوي و، چې لوبه به يو څه په ځنډ پيل شي، ځکه دوى د ټېسټونو پايلې ته په تمه دي، خو د پايلو راتلو وروسته د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ لوبه د کوم توپ ترسره کولو پرته ختمه شوه.

که څه هم په رسمي ډول تراوسه پورې هېڅ نه دي ويل شوي، خو داسې ويل کېږي چې د لوبغاړو په کورونا له اخته کېدو وروسته د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ پاتې سيالۍ له خطر سره مخ دي.

د انګلستان لوبډله سويلي افريقا ته په سفر تللې ده، چېرته چې يې د سويلي افريقا لوبډلې سره د ٣ نړيوالو شل اوريزو او ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کولې. د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره شوې ده چې انګلستان پکې په ٣-٠ سره بريا خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز د …