هغه کسان چې د انډرويډ سيسټم موبايلونه کاروي، د ټېکنالوژۍ پوهانو هغوى ته خبردارى ورکړى دى چې ١١ اپليکېشنونه خطرناک دي.
د برېتانيې د مشهورې وبپاڼې (ميرر) د راپور په وېنا، د ټېکنالوژۍ پوهان چې د نا خوندي اپليکېشنونو په تړاو ژور نظر ساتي، د انډرويډ موبايل کاروونکو ته يې خبردارى ورکړى دى، چې ځينې مشهور اپليکېشنونه د هغوى لپاره خطرناک ثابتېدى شي.
د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، چې په دې اپليکېشنونو کې د موادو د خونديتوب په برخه کې خامۍ دي، چې هيکران د دې اپليکېشنونو په مرسته ستاسې موبايلونه هيک کولاى شي.
په راپور کې راغلي دي، چې د ټېکنالوژۍ پوهان وايي چې هيکران ستاسې په موبايل کې استعمال شوي پاسورډونه د دې اپليکېشنونو په مرسته ترلاسه کولاى شي او ستاسو اکاونټونو ته لاسرسى پېدا کولاى شي.
د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، چې په دې اپليکېشنونو کې يو سيسټم دى چې CVE-2020-8913 ورته ويل کېږي، دا سيسټم په سمه توګه نه دى تيار شوى، نو ځکه د کاروونکو ډاټا په خطر کې ده.
په راپور کې راغلي دي، چې هيکران نه يوازې دا چې د دې اپليکېشنونو په مرسته ستاسو اکاونټونو ته لاسرسى پېدا کولاى شي، بلکې ستاسې د موبايلونو پېغامونو، زنګونو، عکسونو او ويډيوګانو ته هم لاسرسى پېدا کوي.
دا اپليکېشنونه چې د ټېکنالوژۍ پوهانو په ګوته کړل، نو له هغه وروسته ګوګل هم په دې اړه ګامونه پورته کړي دي او د ډېرى خلکو ډاټا يې خوندي کړې ده.
ياد اپليکېشنونه په لاندې ډول دي:
وايبر Viber
بوکنګ Booking
سيسکو ټيمز Cisco Teams
ينګ پرو Yang Pro
موويټ Moovit
ګرينډر Grindr
اوکى کپيډ Ok Cupid
بمبل Bumble
ايج Edge
ايکس ريکارډر Xrecorder
پاور ډايريکټر PowerDirector
که تاسې هم په دې پورته اپليکېشنونو کې کوم يو په خپل ځيرک انډرويډ موبايل کې لرئ، نو مخکې له دې چې هيکران ستاسې موبايل ته لاسرسى پېدا کړي، دا اپليکېشنونه مو له خپلو موبايلونو څخه ليرې کړئ.