د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى، چې د يوې علمي کورنۍ غړى دى، په Brunel University کې يې ليسانس او په Hult International Business School کې يې د سوداګرۍ او رهبرۍ په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده، چې د لندن له مشهورو او معتبرو پوهنتونونو څخه دي.
نوموړى له سوداګرۍ او مديريت سره پوره بلد او ډېره تجربه لري، همدا لامل دى چې د افغانستان کرکټ بورډ د مشر په حېث ټاکل کېدو وروسته په کرکټ بورډ کې د يو لړ سمونونو راوستو ته ملا تړلې ده.
نوموړى چون د کرکټ بېکګراونډ نه لري، نو په کرکټ بورډ کې ملګرتيا، خپلوي او واسطې هم نه پالي. نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې کرکټ بورډ ته د راتګ يوازينى هدف يې دا دى چې دغه ملي اداره له هر ډول چېلنجونو څخه راوباسي او په اقتصادي لحاظ يې هم په خپلو پښو ودروي.
فرهان يوسفزى چې د هېواد په سياسي او اقتصادي ډګر کې يې غوره رول درلودلى دى او همدا رانګه د هېواد د سوداګرۍ په ډګر کې هم يوه وتلې څېره ده، په همدې اساس ولسمشر غني د کرکټ بورډ ادارې مشر ټاکلى دى او دغه ادارې ته يې د پوره واک سره ورلېږلى، تر څو دغه اداره په خپلو پښو ودروي او له هر ډول سياست او قوميت څخه يې پاکه کړي.
نوموړي کرکټ بورډ ته د ورتګ سره سم هغه ټول خلک له دندو ګوښه کړل، چې له بېلا بېلو لارو دغه ادارې ته ورغلي و او هېڅ کار يې نه درلود، يا هم اضافي ګمارل شوي و. همدا راز له هغه خلکو سره يې هم جدي برخورد وکړ، چې له کلونو کلونو راهيسې يې دندې ترسره کولې او هېڅ لاسته راوړنه يې نه درلوده.
فرهان يوسفزي د افغانستان ملي لوبغاړو سره په خپله ليدنه کې ويلي و، چې تاسې د دې هېواد اتلان ياست او زه ستاسو د خدمت لپاره راغلى يم. زه غواړم چې ستاسې لپاره داسې کار وکړم، چې تاسې د کرکټ پرېښودو نه وروسته هم په همدې اداره کې پاتې شئ او د راتلونکي لپاره نور اتلان وروزئ.
کرکټ بورډ ته څو ډوله کسان راغلي دي، يو ډول هغه کسان ول چې خلک يې په خبرو نه شول پوهولاى او نه هم په خپله په خبره پوهېدل، دويم بيا هغه خلک و چې خلک يې په خبره پوهولاى شول، خو دومره له فساد ډک و، چې په هر څه کې يې درواغ ويل. خو تازه مشر يې چې راغلى، هم په مديريت پوهېږي، هم په خبره پوهېږي او هم غواړي چې کار وکړي.
کرکټ بورډ ته په لومړي ځل يو پاک سړى راغلى دى، چې غواړي اداره هم پاکه وساتي، چون نوموړي لوړې زده کړې بهر ترلاسه کړي دي او ډېر وخت يې هم بهر تېر کړى، نو په پښتو ژبه کې خبرې کول ورته لږ ګران دي، خو بيا هم تل هڅه کوي، چې له خپلو خلکو سره په پښتو ژبه وغږېږي، ځکه دا ملي ژبه ده. خو که د وينا پر مهال ترې يوه نيمه تېروتنه کېږي، نو د دې معنا دا نه ده چې د هغه د علم سويه ټيټه ده، که خبره د علم او انګليسي شي، نو هغه په دې برخه کې ډېر پراخ علم لري. د کرکټ بورډ اداره چون داسې اداره ده چې له نړيوالو سره يې سروکار ډېر دى، نو په دغه برخه کې بيا د کرکټ بورډ مشر علم ډېر لري او همدا راز له هغوى سره د هغوى په ژبه هم پوره پوهېږي.
د کرکټ بورډ هغه پخواني کارمندان، چې کلونه کلونه يې په دغه اداره کې کار وکړ، خو وروسته له ادارې ليرې شول، له هرې لارې هڅه کوي چې د افغانستان دغه ملي اداره تخريب کړي او يا هم بېرته ځان ته پکې دنده ترلاسه کړي، ولس ته پکار دي چې دغه خلک ورټي او پرې يې نه ږدي چې په دغه ملي اداره تورونه ولګوي.
وروستيو بدلونونو او لاسته راوړنو ته په کتلو، په يقين سره ويلاى شو چې زموږ ملي لوبډله به سترې لاسته راوړنې ولري، ځکه تاسې د بنګله دېش په وروستي سفر کې وليدل، چې ٦ نوي او ځوان لوبغاړي په ملي لوبډله کې ولوبېدل او ټول وځلېدل، همدا لوبغاړي دي چې هېواد ته به وياړونه راوړي.
ليکوال : بېدار افغان