کورپاڼه / ريکارډونه / هغه ريکارډ چې محمد شهزاد او اصغر افغان پکې مخکې دي
اصغر افغان او محمد شهزاد

هغه ريکارډ چې محمد شهزاد او اصغر افغان پکې مخکې دي

د کرکټ په نړيوالو سياليو کې بېلا بېل ډول ريکارډونه خپلېږي، چې په دې برخه کې د افغانستان پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد او د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د پرلپسې زياتو لوبو ترسره کولو ريکارډ لري.

محمد شهزاد او اصغر افغان د افغانستان هغه لوبغاړي دي، چې په پرلپسې توګه يې په زياتو لوبو کې برخه اخيستې ده. محمد شهزاد د ٢٠١٠ کال راهيسې تر ٢٠١٧ کال پورې له هېڅ کومې لوبې نه دى ډراف شوى او اصغر افغان بيا د ٢٠١٤ کال راهيسې تر ٢٠٢٠ کال پورې له هېڅ شل اوريزې لوبې نه دى کېنول شوى.

دواړو ٥٨-٥٨ لوبې ترسره کړې دي او په دې درميان کې هېڅ داسې لوبه نه ده ترسره شوې، چې دواړو پکې برخه نه وي اخيستي. محمد شهزاد د پرلپسې توګه د زياتو لوبو لوبېدو په برخه کې لومړى او اصغر افغان ورپسې په دويم مقام کې دى، خو دواړو ٥٨-٥٨ لوبې ترسره کړې دي.

له محمد شهزاد او اصغر افغان وروسته په دې ليسټ کې د سکاټلېنډ د ټاپ ارډر توپوهونکي ريچي بيرنګټن نوم راځي، چې نوموړي له ٢٠١٠ کال راهيسې تر ٢٠١٩ کال پورې ٥٧ لوبې ترسره کړې دي.

همدا راز د سريلانکا الراونډر لوبغاړى انجيلو ميتيوز بيا د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠١٥ کال پورې د سريلانکا په ټولو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى او له کومې لوبې څخه نه دى کېنول شوى، هغه ٥٥ پرلپسې لوبو کې ګډون کړى دى.

د پاکستان سعيد اجمل بيا په دې ليسټ کې پنځم مقام لري، چې د ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٣ کال پورې يې د پاکستان په ټولو ٥٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

همدا راز د بنګله دېش محمدالله ٥٢، د پاکستان شاهد اپريدي ٤٨، د ايرلېنډ کيوين اوبراين ٤٨، د پاکستان عمر اکمل ٤٥، د افغانستان محمد نبي او راشد خان ٤٥-٤٥ لوبو کې په پرلپسې ډول ګډون کړى دى.

دا هم ولولئ

روهیت شرما یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی او د ممبۍ انډینز لوبډلې لوبډلمشر روهیت …