کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: هارديک پانډيا يو غوره هيټر دى
هارديک پانډيا او راشد خان

راشد خان: هارديک پانډيا يو غوره هيټر دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د هند ملي لوبډلې چټک توپوهونکي هارديک پانډيا د توپوهنې ستاينه کړې ده.

راشد خان چې اوسمهال په اسټراليا کې دى او هلته د کرنټين وروستۍ ورځې تېروي، تر څنګ يې په ټولنيزو رسنيو کې هم فعاله دى او چې له کين ويليمسن وروسته يې نن د هارديک پانډيا په اړه ټويټ کړى دى.

هارديک پانډيا چې نن يې د اسټراليا پر وړاندې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.

نوموړي د ٢ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٢٢ توپونو ٤٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په وروستي اور کې يې د ٢ شپږيزو په وهلو سره هند بريا ته ورساوه.

د هارديک پانډيا نننۍ توپوهنه د نورو لوبغاړو تر څنګ راشد خان هم وستايله او د هغه په اړه يې په ټويټر کې يو ټويټ وکړ. نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي دي چې هارديک پانډيا يو تر ټولو نرم مزاجه ارامه او غوره توپوهونکى دى.


راشد خان بيا تر دې مخکې د نيوزيلېنډي توپوهونکي کين ويليمسن د توپوهنې ستاينه هم کړې. کين ويليمسن د ويسټ انډيز پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ٢٥١ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.


د يادولو وړ ده چې په اى پي ايل کې راشد خان او کين ويليمسن بيا دواړه د يوې لوبډلې لپاره لوبېږي.

راشد خان اوسمهال په اسټراليا کې دى او هلته لا هم کرنټين دى، د نوموړي د کرنټين مودې ختمېدو وروسته به هغه په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره يو ځاى شي. د بيګ باش سيالۍ د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي چې پنځه افغان لوبغاړي هم پکې برخه اخلي.

دا هم ولولئ

محمد نبي ۱

محمد نبي یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي او د ملي لوبډلې کپتان محمد …