کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس له سترګو پرته هم لېدل ممکن شول
سترګې

اوس له سترګو پرته هم لېدل ممکن شول

د ساینسپوهانو یو ډلې له ډېرو کوښښونو وروسته یوه داسې ټیکنالوژي تیاره کړې، چې ړندو کسانو ته نظر ورکولی شي او په دې ډول درملنې سره سترګو ته اړتیا هم نه لېدل کېږي.

ویل کېږي چې دا کار د نیدرلینډ هیواد د Institute for Neuroscience ساینسپوهانو لخوا ترسره شوی، چې دماغ په برېښنایي طریقې سره متحرک کوي او بیا ورته یوه نقطه یا ټکي ښایي. که څه دا طریقه د ځینو ستونزو په سبب تر اوسه تش خیال ګڼل کېده او په دې سره به یوازې د رڼا او تیارې توپیر کېده.

دا ټیکنالوژي څه ډول کار کوي؟

ویل کېږي، په دې ټیکنالوژۍ کې به یوه کامره وي، چې ړوند کس به یې په سترګو کوي. یعنې د عینکو په څېر هم کېدلی شي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د هغه شیانو په اړه دماغو ته خبر ورکوي، چې دې ټیکنالوژۍ ته مخامخ وي. د نوموړي انیستیټوټ مشر پیټر رویلف سیما وایي، چې دا ټیکنالوژي یې په دوو بېزوګانو تجربه کړې او په دې طریقې سره د دماغو هغه برخه چې د لېدلو سره تړاو لري، هلته ۱۰۲۴ Electrodes نصبوي، چې د لېدلو حس له مخکې څخه ښه کوي. ویل کېږي چې د لېدلو د حس برخه د دماغو په مخکینۍ حصه کې ځای لري، چې د انسانانو او حیواناتو دواړو یې یو ډول کړنې ترسره کوي.

بايونيک ويژن ټيکنالوژي

دغه راز ویل کېږي چې بېزوګانو ته یې له مخکې روزنه ورکړې وه، چې سترګې دې ځانګړو لورو ته واړوي، چې د Electrodes د نصبولو وروسته یې ورته کړنه ترسره کړه او بېلابېل شکلونه لکه توري، کرښې او خورېدونکي ټکي او نور شیان یې ور وښودل او په پایله کې معلومه شوه چې د لېدو حس یې له مخکې ښه شوی و.

که څه هم په دې طریقې سره دماغو ته د یو رنګه تصویرونو په ښودلو کې بریالیتوب ترلاسه شو، خو د سترګو دید ترلاسه کول لا تراوسه هم د ساینس لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.

دا ټیکنالوژي به څنګه وي؟

د ساینسپوهانو مشر وایي، چې اوسمهال خو یې دا ترټولو لوی پرمختګ دی او دوی داسې ثبوت هم لري، چې د نړۍ ۴۰ میلونه ړندو کسانو ته به دا ټیکنالوژي ولګوي. خو اوس وخت ترټولو لویه ستونزه داده، چې دوی کوم Electrodes استعمالوي، په دې کې د سلیکون په نوم ستنې ته اړتیا لېدل کېږي،  چې تر یو کاله پورې کار کوي او له یو کال وروسته ددې ټیکنالوژۍ په شاوخوا کې نسجونه وده کوي او دا آله کار پرېږدي. نو دوی اوسمهال د داسې Electrodes په تیارولو بوخت دي، چې بې سیمه وي او انساني بدن یې هم په آسانۍ سره قبول کړي.

کله چې دا ټیکنالوژي بې سیمه شي، نو د انسان د کوپړۍ شاته پیوندکاۍ ته هم اړتیا نه لېدل کېږي او هغه کس چې دا آله کاروي، د انتاني کېدو خطر یې هم کم وي.

آیا مور زادي ړانده هم ترې ګټه اخیستلی شي؟

ساینسپوهان وایي، چې له دې ټیکنالوژۍ څخه اوسمهال یوازې هغه کسان ګټه اخیستلی شي، چې مور زادي ړانده نه وي او د کومې پېښې په سبب یې د لېدلو حس له لاسه ورکړی وي. ساینسپوهان وایي، چې ددې سبب دادی چې د مور زادي ړاندو کسانو د دماغو هغه برخه چې د لېدلو سره تړاو لري، د خپلو فعالیتونو پرځای نور فعالیتونه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چاپیریال یا موسم بدلون له چونګښې د ټوپ وهلو وړتیا اخلي

د چونګښو په ځینو ډولونو کې که چېرته د اوبو کمښت واقع شي، نو د …