کورپاڼه / خبرونه / د لنکا پريمئير ليګ پرېښودو وروسته د شاهد اپريدي تازه پوسټ
شاهد اپريدى

د لنکا پريمئير ليګ پرېښودو وروسته د شاهد اپريدي تازه پوسټ

د پاکستان ملي لوبډلې پخواني الراونډر او په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر شاهد اپريدي د ٣ لوبو ترسره کولو وروسته په عاجله توګه ياد ليګ پرېښود او بېرته پاکستان ته ستون شو.

که څه هم هغه په خپله هېڅ نه و ويلي، چې د څه له امله ياد ليګ په نيمه کې پرېږدي، خو ځينو رسنيو د هغه د لور يو پخوانى عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و، چې لور يې په روغتون کې بستر وه او شاهد اپريدى يې څنګ ته ولاړ و او ويلي يې و، چې د خپلې لور د ناروغتيا له امله نوموړي لنکا پريمئير ليګ پرېښى دى.

تازه شاهد اپريدي د خپلې يوې لور سره ګډ عکس د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام اپليکېشن کې خپور کړى دى او ويلي يې دي، چې نن يې د لور کليزه ده.

نوموړي د خداى شکر هم ادا کړى دى چې لوڼې يې ورکړي دي او په دې هم خوشحاله دى چې لوڼې يې تر څنګ دي. نوموړي خپلې لور ته د کليزې مبارکي هم ورکړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Shahid Afridi (@safridiofficial)


خو په دې اړه لا هم معلومات نشته، چې شاهد اپريدي د خپلې لور د کليزې په پار لنکا پريمئير ليګ پرېښود او که په کور کې يې کومه بله ستونزه هم درلوده.

د يادولو وړ ده چې شاهد اپريدي په خپله لوبډلمشرۍ کې ٣ پرلپسې ماتې وخوړې او له هغه وروسته له سريلانکا څخه پاکستان ته ستون شو، د هغه لوبډلې ګال ګليډيټرز تراوسه پورې کومه لوبه نه ده ګټلې.

د شاهد خان وروستۍ لوبه چې د کنډي ټسکرز لوبډلې سره وه، هلته د نوين الحق او پاکستاني محمد عامر ترمنځ د لوبې په منځ کې لفظي شخړه ترسره شوه، چې د لوبې له بايللو وروسته شاهد اپريدي هم له نوين الحق سره لفظي شخړه وکړه.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز د …