کورپاڼه / بېلا بېل / په دسمبر مياشت کې د زېږېدلو کسانو په زړه پورې عادتونه
اصغر افغان، سميع الله شينوارى، مژده جمالزاده او غزال عنايت

په دسمبر مياشت کې د زېږېدلو کسانو په زړه پورې عادتونه

ویل کېږي، هغه کسان چې د نومبر په ۲۱ یا د دسمبر په ۲۱ یې کلیزه وي، د دوی برج د قوس برج ګڼل کېږي او ددې برج اړوند کسان په عمومي ډول د نوو معلوماتو او د نوو ځایونو د لېدو مینوال وي. دغه راز دوی د خپلې آزادې پر وړاندې هیڅ خنډ نه خوښوي، رښتیني وي او تل پر خپلو کارونو نظر لري.

راځئ چې په دې اړوند د دوی له په زړه پورو عادتونو سره آشنا شو او د پېژندلو هڅه یې وکړو.

د لوی زړه څښتن وي:

ویل کېږي چې دا ډول خلک ډېر سخي او د لوی زړه لرونکي وي، له نورو سره د زړه له تله مرسته کوي، د خپل هدف لپاره ډېره خواري کوي او په آرامه توګه خپل ژوند تېروي.

بې پروا وي:

ویل کېږي چې دا ډول خلک د بې پروا طبیعت لرونکي وي، هر شي ته پرته له اړتیا فکر نه کوي. دغه راز خپل کارونه په ډېر شوق سره ترسره کوي.

ډېر زیات باور کوونکي وي:

ویل کېږي چې د قوس د برج اړوند کسان په ډېرو کارونه او مسولیتونه کې ډېر زیات باور لرونکي وي، چې په همدې سبب له ډېرو زیاتو ستونزو سره هم مخ کېږي. که څه هم دوی داسې فکر کوي، چې کومه غلطي نه ترسره کوي خو بیاهم ډېرې غلطۍ ورځنې کېږي.

د پاک زړه خاوندان وي:

ویل کېږي چې دا ډول کسان د پاک زړه خاوندان وي، دوی په هر حالت کې رښتیا ویل خوښوي او هغه څه وایي، چې ویل یې غواړي. دغه راز ډېری وخت تراخه واقیعتونه هم وایي، چې په نورو خلکو بدې اغېزې پرېباسي.

ځیرک او هوښیار وي:

ویل کېږي چې د قوس د برج اړوند کسان ډېر ځیرک او هوښیار وي، چې هر ډول موضوعات یې خوښېږي او پخپلو خبرو سره نور تر اغېزې لاندې راولي.

يادونه: د دې ليکنې لپاره عکسونه يوازې له دې امله انتخاب شوي، چې دا لوبغاړي او سندرغاړې په دسمبر مياشت کې زېږېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډونالډ ټرمپ او پاکستانۍ نجلۍ

يوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ لور ده + ويډيو

د امريکا تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پرون پاى ته ورسېده او له …