خپلواک وېبپاڼه (۱۲ اکتوبر ۲۰۱۹): د شپږيزې کرکټ ليګ په نننۍ لوبه کې د بند امير ښامارانو او سپين غر زمريانو ترمنځ په لوبه کې د اورونو ورو ترسره کولو له امله د بند امير ښامارانو ټوله لوبډله جريمه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه په يوه راپور کې ليکلي دي: د بند امیر ښامارانو له لوبډلې څخه د وخت ضایع کولو له امله د لوبې شل سلنه فیس ګرځول کېږي.
په دغه راپور کې زياته شوې ده چې نن د شپږیزه کرکټ لیګ په ۱۱مه لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې له سپين غر زمریانو سره د لوبې پرمهال په خپله توپ اچونه کې ۸ دقیقې وخت ضایع کړی دی چې د نن لوبې یولس واړه لوبغاړي شل سلنه د لوبې فیس جرمانه شول.
د دې لوبې میچ ریفري همیم تلوار پخپله پرېکړه کې ویلي دي چې بند امیر لوبډلې ونه کړای شول په خپل ټاکلي وخت شل اورونه ترسره کړي، نو د ۸ دقیقو وخت ضایع کولو له وجې به یې د نن لوبې یولسیز کسیزه لوبډله د لوبې شل سلنه میچ فیس د جرمانې په توګه ورکوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې به په دې ډول حالت کې یوازې لوبډلمشر جرمانه کېده چې د کرکټ نړيوالې شورا دغه پرېکړه بدله کړې او په جرمانه کې یې ټول لوبغاړي شامل کړي دي.
نننۍ لوبه چې د بند امير ښامارانو او سپين غر زمريانو ترمنځ ترسره شوی، لومړی بند امير ښامارانو توپوهنه وکړه او د سپين غر زمريانو ته يې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه، خو بېرته يې د سپين غر زمريانو ټوله لوبډله په ۱۲۹ منډو وسوځوله او په ۱۵ منډو يې ماته ورکړه.
دا د دواړو لوبډلو څلورمه لوبه وه، چې بند امير ښامارانو دويم ځل بريا خپله کړه او سپين غر زمريانو بيا درې لوبې وبايللې. د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا مجيب الرحمان ترلاسه کړه.