کورپاڼه / روغتيا / د ادرکو اوبه مو د خېټې له وازدې او دردونو څخه ژغوري

د ادرکو اوبه مو د خېټې له وازدې او دردونو څخه ژغوري

وایي چې درمل پرېږدئ، ادرک زنجبیل وکاروئ او ناروغۍ ته مو خاتمه ور کړئ. ادرک یو له ښه بوی لرونکو بوټو څخه شمېرل کېږي، چې په خوړو کې په زیاته اندازه کارول کېږي او د خوند او بوی په ښه کولو کې یې مرستندویه تمامېږي، خو ددې هر څه سره سره ځینې حیرانوونکې ګټې هم لري، چې نن به یې په دې لیکنه کې ولولو!

ویل کېږي که چېرته له چاغښت او د بندونو له دردونو سره مخ یئ، نو د ادرکو یا زنجبیلو اوبه وکاروئ.

د Consider Health په نوم د ویب سایټ پر وینا ویل کېږي، چې د ادرکو یا زنجبیلو اوبه د وینې دوران برابر ساتي، د کلیسټرولو کچه کموي او د بندونو درد او سوخت څخه مو ژغوري. دغه راز د ادرکو اوبه د انټي اکسایدو لرونکي هم وي، چې له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي او د ډېرو ناروغیو حتی د سرطان پر وړاندې دفاع هم کولی شي.

ددې لپاره چې د ادرکو اوبه تیارې کړو، نو باید یو نیم لیتر اوبه راواخلو او په اور یې کېږدو. کله چې په ایشېدو راغلې، بیا به د ادرکو وړې وړې ور واچوو، لږ وخت به یې پرېږدو چې ښه وایشېږي، بیا به یې له نغري ښکته کړو او تر پنځلس دقیقو به یې همداسې پرېږدو، کله چې اوبه سړې یا یخې شوې بیا به څو څاڅکي لیمو ور واچوو، چې په دې سره به د ادرکو اوبه تیارې شي.

ددې لپاره چې د ادرکو اوبه ښې اغېزې پرېباسي، نو د ورځې دوه ځلې یعنې سهار د ناشتې دمخه او د شپې له ډوډۍ نه مخکې باید وڅښل شي.

ویل کېږي چې د ادرکو اوبه چاغښت او د بندونو درد له منځه وړي، دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي، له نزلې او زکام څخه مو ژغوري او د وینې دوران برابر ساتي. دغه راز د هاضمې سیستم ښه کوي او د خوراکي توکو په جذبولو کې مرستندویه تمامېږي. بله خوا تر څو اوونیو دوامدار استعمال یې د بدن اضافي وازده اوبه کوي، له بدن څخه زهرجن مواد خارجوي او د روغتیا لپاره بیخي ګټور ګڼل کېږي، چې په ورځني ډول یې کارول اغېزمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …