کورپاڼه / خبرونه / په بابر اعظم تور لګونکې ښځې باندې مرګونى بريد شوى
بابر اعظم حاميزه مختار

په بابر اعظم تور لګونکې ښځې باندې مرګونى بريد شوى

هغه پاکستانۍ ښځه چې څو ورځې وړاندې يې په يوه خبري ناسته کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي باندې تور پورې کړى و، چې له هغې سره يې انډيوالي وه، ژمنه يې ورسره کړې وه چې واده به ورسره کوي او د حامله کولو وروسته يې پرېښوده، باندې مرګونى بريد شوى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د حاميزه مختار په نوم دغه ښځه وايي، چې د کاهنه سيمې نږدې يې په موټر ډزې شوې دي، خو هغه روغه ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د يکشنبې په ورځ شاوخوا ٨ بجې يې په موټر باندې دوه کسانو ٤ ډزې کړې دي، دواړه کسان په موټر سايکل سپاره و.

هغې د دې بريد په اړه د پوليسو نږدې حوزه کې عريضه هم کړې ده.

له ياد بريد وروسته حاميزه مختار د پاکستان لومړي وزير عمران خان څخه غوښتنه کړې ده، چې د هغې قضيې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او له نږدې دې يې وڅاري.

د يادولو وړ ده چې حاميزه مختار ويلي و، چې بابر اعظم د دوى ګاونډي و، له ٢٠١٠ کال راهيسې د دواړو ترمنځ اړيکې وې او پرېکړه يې کړې وه، چې واده به کوي. هغې ويلي و، چې کورنۍ يې دې واده ته راضي نه وه او بابر اعظم هغه له کوره بيولې وه، چې دواړو څه وخت په بېلا بېلو ځايونو کې بهر تېر کړى و او هغه حامله شوې هم وه.

حاميزه مختار دا هم ويلي و، چې د بابر اعظم په کرکټر جوړېدو کې يې ستر لاس دى او په بابر اعظم يې په لکونو روپۍ مصرف کړي دي. نوموړې ويلي و، چې کله بابر اعظم د پاکستان ملي لوبډلې ته لاړ، نو له هغې سره يې چلند بدل شو او اوس يې ورسره له واده څخه هم انکار کړى دى.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …