کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ کې به يو بل مهم بدلون ډېر ژر راشي
وټساپ

وټساپ کې به يو بل مهم بدلون ډېر ژر راشي

د پېغامونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو مشهور اپليکېشن وټساپ کې په يو نوي زبردست بدلون باندې کار روان دى چې ډېر ژر به د خلکو د اسانتيا لپاره نوې ځانګړنه هم وړاندې شي.

په راپورونو کې ويل کېږي، چې په وټساپ کې د دې نوې اسانتيا ازمايښت له تېر يو کال راهيسې روان و او اوس داسې ويل کېږي، چې ډېر ژر به خلکو ته وړاندې شي.

په اصل کې وټساپ په يو وخت کې تاسې يوازې په يو ډيوايس (موبايل) کې کارولى شئ او وټساپ په دې برخه کې کار کوي، چې يو وټساپ په يو وخت کې په څو موبايلونو کې وکارول شي.

د WABetainfo وېبپاڼې د راپور په وېنا، وټساپ په دې نوي فيچر باندې په چټکۍ سره کار روان دى او اوس يې ازمايښت کېږي.

د دې فيچر لپاره به د لومړي ډيوايس لپاره د ښه انټرنېټ اړتيا هم نه وي، ځکه اوسمهال چې کله تاسې وېب وټساپ کاروئ، نو بايد په موبايل کې مو هم انټرنېټ فعال وي، ګني هلته يې نه شئ کارولى.

وټساپ ١

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې نوې اسانتيا له رامنځته کولو وروسته به وټساپ د وېب لپاره يو ځانګړى او نوى انټرفېس هم جوړ کړي.

ويل کېږي چې دا فيچر د انډرويډ په بيټا ورژن کې د ځينو خلکو لپاره وړاندې شوى دى، چې هغوى کولاى شئ د (ملټي ډيوايس بيټا) په نوم دا خلاص کړي يا يې هم بند وساتي.

اوس خو دا ويل ګران دي چې په وټساپ کې به د دې فيچر زياتونه کله وشي، ښايي څو اونۍ يا څو مياشتې وخت واخلي. ځکه د ازمايښتي مرحلې پاى ته رسېدو وروسته به له نوو بدلونونو سره دا عامو خلکو ته وړاندې شي.

د يادولو وړ ده چې يو وټساپ اکاونټ اوسمهال يوازې په يو موبايل کې کارولى شئ، که بل موبايل کې يې خلاصوئ، نو مجبور يئ چې لومړى يې په هغه اول موبايل کې بند کړئ. همدا راز کله چې وټساپ وېب کاروئ، نو د هغې لپاره لازمي دا ده چې موبايل مو درسره نږدې وي او د موبايل په مرسته به د وېب وټساپ راخلاصوئ، نو بيا يې کارولى شئ.

که يو څوک وغواړي چې خپل وټساپ د بل چا په موبايل کې راخلاص کړي، نو مجبوره دى چې بيا هر څه له پيله کړي، يعنې څنګه چې نوى اکاونټ جوړوي، په هماغه ډول به هلته خپل وټساپ راخلاصوي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …