کورپاڼه / ليکنې / ولې د خبرو پر مهال لاسونه خوځوو، ګټه یې څه ده؟
لاسونه

ولې د خبرو پر مهال لاسونه خوځوو، ګټه یې څه ده؟

ډېر به مو لېدلي وي، چې بې شمېره وینا کوونکي نه یوازې پخپلو خبرو مخاطبین تر اغېز لاندې راولي، بلکې د بدني حرکتونو یا د باډي لینګویج په مرسته یا د لاسونو په حرکت سره خپلې خبرې په داسې ډول سره وړاندې کوي، چې په ناستو خلکو ډېرې اغېزمنې تمامېږي. خو دلته یوه پوښتنه را منځته کېږي، چې آیا موږ پرته له بدني حرکتونو یا د باډي لینګوج څخه غیر خپلې خبرې په اغېزمنه توګه نورو ته رسولی شو؟ په دې اړه څېړنې وایي، چې د خبرو پرمهال د بدن حرکتونه ترسره کول د مطلب په رسولو کې مرستندویه تمامېږي.

د یوې سروې له مخې ویل کېږي، چې د نړۍ مشهور وینا کوونکي د خپلې وینا پرمهال له څلور سوه څخه تر پنځه سوو پورې بدني حرکتونه ترسره کوي او په همدې ډول خپل مطلب نورو ته رسوي، خو هغه کسان چې د وینا پرمهال له باډي لینګویج څخه لږ کار اخلي، مینوال یې ډېر کم وي.

د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې د خبرو پرمهال د لاسونو یا د بدن استعمال ځینې مهم سببونه لري چې په لاندې ډول یې بیانوو.

۱- زموږ بدن زموږ د فکر کولو په کړنه کې مهم رول لري:

د ارواپوهنې استاد کنزی ګومین وایي، چې بدن حرکتونه یا باډي لینګویج پخپله د خبرو کولو مهمه وسیله ده، چې په مرسته یې ډېرې پیچلې خبرې په آسانۍ سره نورو ته رسېږي. دغه راز نوموړی وایي، چې زموږ د دماغو یوه برخه د لاسونو حرکت د بدن د حرکت سره برابر ساتي.

۲- بدني حرکتونه یا باډي لینګویج د جذباتو او احساساتو څرګندونه کوي:

ځیني وختونه زموږ خبرې او د بدن حرکتونه یو له بل سره نه وي برابر چې په دې اړه کنزی ګومین وایي، زموږ بدني حرکتونه یا باډي لینګویج زموږ د جذباتو او احساساتو څرګندونه کوي. یعنې کله چې په ځینو حالاتو کې سخت غوسه یو، نو په داسې وخت کې خپلو خبرو سره پام کوو، خو نه شو کولی چې خپل بدن کنټرول کړو. نو ددې څخه ثابته شوه چې باډي لینګویج زموږ د جذباتو او احساسات څرګندونه کوي.

۳- بدني حرکتونه یا باډي لینګویج پخپله یوه ژبه ده:

ویل کېږي چې بدني حرکتونه یا باډي لینګویج پخپله یوه ژبه وي، چې په استعمال سره یې خپل مطلب په ښه توګه وړاندې کولی او نورو ته رسولی شو.

۴- د ماشوم په روزنه کې له خبرو ډېر اغېزمن تمامېږي:

ویل کېږي چې بدني حرکتونه یا باډي لینګویج د ماشومانو په روزنه کې مهم رول لوبوي، چې په دې سره یې حافظه ښه کېږي او د زده کړې په عمل کې یې تېزي رامنځته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

نارینه څه ډول له ښځینه وو سره مینه کوي؟

د امریکا مشهورې لیکوالې شیري ایګروف ښځو ته د نارینه وو په زړونو کې د …