کورپاڼه / خبرونه / “د واده څومره وړانديزونه درته شوي؟” جالبې پوښتنې او د راشد خان ځوابونه
راشد خان ١

“د واده څومره وړانديزونه درته شوي؟” جالبې پوښتنې او د راشد خان ځوابونه

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو کرنټين موده پاى ته ورسېده او له دې وروسته به نوموړى د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره تمرينات پيل کړي.

د کرنټين مودې پاى ته رسېدو وروسته راشد خان په انسټاګرام کې د خپلو مينه والو ځينې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي، چې دا ځوابونه د هغه په سټوري کې خپاره شوي دي، چې کټ مټ مو ستاسې لپاره رااخيستي دي.

راشد خان ١

ستاسې د کرنټين موده څنګه وه؟

راشد خان: دا سخت وخت و، خو په وروستۍ شپه ډېر خوشحاله يم.

راشد خان ٢

حضرت الله ځاځى: نور څنګه يې؟

راشد خان: زه ښه يم، ته څنګه يې؟

راشد خان ٣

د خوښې فلمونه؟

راشد خان: ٣ ايډيټس، لګان او دنګل.

راشد خان ٤

څه فکر کوې چې د حېدراباد لوبډلې کوم لوبغاړى به په راتلونکي کې ښه لوبغاړى شي؟

راشد خان: ډېر دي، خو عبدالصمد او پريام ګرګ دواړه ډېر ښه لوبغاړي دي او راتلونکي کې به د هند ستر لوبغاړي وي.

راشد خان ٥

د خوښې خواړه؟

راشد خان: باربي کيو (BBQ) او افغان روش.

راشد خان ٦

خوب او خواړه په وخت خورې؟

راشد خان: هو خورې.

راشد خان ٧

په اسټراليا کې دې ښه ملګرى څوک دى؟

راشد خان: نيک اکبري

راشد خان ٨

د بالي ووډ د خوښې هنرمند؟

راشد خان: عامر خان زما د خوښې هنرمند دى.

راشد خان ٩

بيګ باش ليګ ته لېواله يې؟

راشد خان: ډېر زيات، بيګ باش ليګ ته ډېر زيات په تمه يم.

راشد خان ١٠

د ناټاراجن په اړه څه ووايه؟

راشد خان: ناټاراجن ډېر زيارکښ او له وړتيا ډک توپ اچونکى دى.

راشد خان ١١

دومره ډېر عکسونه دې اخيستي، خپروې يې ولې نه؟

راشد خان: دا ستا لپاره.

راشد خان ١٢

حسينه دې خوښېږي او که وفا؟

راشد خان: دواړو ته مينه

راشد خان ١٣

رښتيا رښتيا ووايه څومره نجونو درته د واده وړانديز کړى؟

راشد خان: تاته ولې ووايم

راشد خان ١٤

ستا cheat meal؟ (هغه خواړه چې په ډايټينګ کې ترې پرهېز کېږي او کله نا کله يو څوک دا پرهېز ماتوي.)

راشد خان: پيزا

راشد خان ١٥

بيا ځلې اډلايډ ته راځې؟

راشد خان: ډېر ژر، د دغه ښکلو تماشچيانو پر وړاندې بيا لوبېدو ته ډېر په تمه يم.

راشد خان ١٦

د هند او اسټراليا لوبې ګورې؟

راشد خان: بالکل

راشد خان ١٧

ستا نور نومونه؟

راشد خان: Rash, Roshi, Arman

راشد خان ١٨

د بالي ووډ د خوښې هنرمندې؟

راشد خان: کياره اډواني، پريټي زنټا او انوشکا شرما مې د خوښې هنرمندې دي.

راشد خان ١٩

د يوراج سينګ په اړه يوه جمله؟

راشد خان: د شپږيزو پاچا

راشد خان ٢٠

د دهوني په اړه څه وايې؟

راشد خان: نرم مزاجه، ارامه او فينيشر

راشد خان ٢١

د خوښې جوس؟

راشد خان: هندوانه

راشد خان ٢٢

د روهيت شرما په اړه څه وايې؟

راشد خان: ډېر ښه انسان او ښه هيټر

راشد خان ٢٣

ستا له نظره د شل اوريزو ښه هيټر څوک دى؟

راشد خان: ډېر زيات دي، خو زما د خوښې بيا هارديک پانډيا، کيرون پولارډ او مهيندرا سينګ دهوني دي.

راشد خان ٢٤

چاى او کافي، ستا کوم خوښېږي؟

راشد خان: سفرون چاى

راشد خان ٢٥

شرف الدين اشرف ترې غوښتي، څو ماشومان غواړې؟

راشد خان: له تا څخه يو کم

راشد خان ٢٦

په پاى کې راشد خان له ټولو څخه مننه کړې ده، چې له هغه څخه يې په زړه پورې پوښتنې کړې دي او ليکلي يې دي، چې نور به بل ځل شي.

راشد خان ٢٧

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …