کورپاڼه / مشعل: پاکستان په سیستماتیک ډول د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړي

مشعل: پاکستان په سیستماتیک ډول د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړي

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹): په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، چې پاکستاني حکومت د افغانستان د ملکیتونو په غصبولو پیل کړی دی.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ويلي، په پاکستان کې ځینې کړۍ په سیستماتیکه توګه د افغان حکومت پر هغو ملکیتونو دعوه کوي چې له کلونو راهیسې د افغان حکومت تاسیسات پکې جوړ شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، په دې وروستیو کې د افغان مارکېټ مسئله رامنځ ته شوې چې دې ته ورته نور مسایل هم شته او د افغان حکومت پر ملکیتونو دعوې روانې دي.

هغه وايي، پاکستانی حکومت باید د افغانستان پر ملکیتونو او حقوقو له تېري ډډه وکړي او شته ستونزې دې ژر تر ژر حل کړي.

عاطف مشعل ويلي، چې ټول موارد یې د افغانستان له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي او دوی یې باید په اړه اقدامات وکړي.

د یادولو ده چې څو ورځو وړاندې د پاکستان په سلګونو پولیسو په پېښور کې په افغان مارکیټ برید وکړ او له دغه مارکیټ يې د افغانستان ملي بېرغ راکوز او سپکاوی يې ورته وکړ. دوی دوکانونه وتړل او هڅه يې وکړه چې د کشميري په نوم کس ته دغه مارکیټ ورکړي.

وروسته افغان سفیر پېښور ته لاړ او په دغه مارکیټ يې د افغانستان بېرغ بیا ورپاوه او خلکو ته يې وویل، چې خپل دوکانونه دې خلاص کړي.

عاطف مشعل پېښور کې رسنیو ته وویل، چې که بیا پاکستان له دې مارکیټ د افغانستان بېرغ راکوز کړ، نو دوی به يې په غبرګون کې خپله کونسلګري وتړي.

خو پاکستان بیا ورته کړنه ترسره کړه، چې افغان سفارت يې په غبرګون کې خپله کونسلګري وتړله.

دغه مارکيټ چې د هند تر وېش مخکې ملي بانک اخیستی و، اوس هم د افغانستان ملکیت دی، خو یو پاکستاني پرې دعوه کړې، چې د پاکستان محکمې د هغه کس په حق کې پرېکړه کړې او افغانستان دغه پرېکړه رد کړې ده.

د دغه مارکیټ د دوکاندارانو مشر وايي، چې په ۱۹۷۱ کې په افغان مارکیټ د کوم کس په نوم دعوه کړې، هغه بېخي شته نه دی، بلکې د ځمکو مافیا غواړي چېد افغانستان دغه ځمکه غصب کړي.

دا هم ولولئ

نجونې باید د واده لپاره څه ډول هلک غوره کړي؟

واده یا ګډ ژوند یا نکاح د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه دی، چې …