کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې دا توپوهونکى پېژنئ؟

د ملي لوبډلې دا توپوهونکى پېژنئ؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسي توپوهونکي د کوچنيوالي يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي. پورته عکس ته په غوره وګورئ او ووايئ چې نوموړى د ملي لوبډلې کوم توپوهونکى دى؟

نجيب الله ځدراڼ

که تراوسه پورې مو دا توپوهونکى نه وي پيژندلى، نو راځئ چې موږ يې درته ووايو، دا عکس د ملي لوبډلې د مډل ارډر چپ لاسي توپوهونکي نجيب الله ځدراڼ دى.

د عکس په اړه خو ډېر معلومات نشته چې کله او چېرته اخيستل شوى دى، خو له عکس څخه ښکاره کېږي، چې په ښوونځي کې د کوم څه ترلاسه کولو وروسته اخيستل شوى دى، ځکه د نجيب الله ځدراڼ په غاړه کې مډال هم ليدل کېږي.

٢٧ کلن نجيب الله ځدراڼ چې په لوګر ولايت کې زېږېدلى دى، په ٢٠١٢ کال کې يې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره نړيوالې لوبې پيل کړي دي.

هغه چې په دې وروستيو کې په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې لپاره لوبېده، د شپږيزې کرکټ ليګ په پاى کې افغانستان ته راستون شو، خو د شپږيزې په کومه لوبه کې يې برخه وانخيسته.

نجيب الله ځدراڼ

په سي پي ايل کې نوموړي ١٢ لوبې ترسره کړې، چې ٢٢٤ منډې يې وکړې، هغه په يوه لوبه کې ٣٥ زياتې منډې ترلاسه کړې وې او ١١٠.٩ يې سټرايک رېټ و.

نجيب الله ځدراڼ د افغانستان لپاره ٦٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې د ٢٩.٩٢ په اوسط ١٥٨٦ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې د ٣١.٤٨ په اوسط ٩٧٦ منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړي همدا راز ١٢٧ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې ٢١٠١ منډې يې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې يې ٩٧ ناسوځېدلې زياتې منډې هم کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …