کورپاڼه / بېلا بېل / ستاسې لاس یا ورغوی ستاسو په اړه څه وایي؟
لاسونه

ستاسې لاس یا ورغوی ستاسو په اړه څه وایي؟

ویل کېږي چې لاس یا ورغوی د ځینو ناروغیو په اړه مخکې له مخکې موږ ته خبر راکوي، چې دلته یې په ترتیب لولو!

د لاس سوروالی:

په عموم کې لاس یا د ورغوی رنګ زموږ د داخلي کیفیاتو په اړه ډېرې خبرې لري، چې پوهېدل پرې اړین ګڼل کېږي. ویل کېږي که چېرته مو د لاس رنګ ګلابي و، نو ددې مطلب دا دی چې تاسې روغ او جوړ یئ، خو که چېرته یې رنګ ژېړ ته نږدې و، نو د وینې له کمښت سره مخ یئ. دغه راز که د لاس رنګ مو سور و، نو ځیګر مو په سمه توګه خپله دنده نه ترسره کوي. ویل کېږي که چېرته مو د لاس رنګ سور وي او له پنځوس کلنۍ څخه مو عمر ډېروي نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ، ځکه چې تاسې د هورمونونو ستونزه لرئ.

لاس یا ورغوی ډېر خوله کېدل:

ویل کېږي چې د ځینو خلکو لاسونه هر وخت خوله کېږي، چې په عموم کې درې سببونه لري. لومړی سبب یې دادی چې د دا ډول خلکو ټول بدن ډېر خوله کېږي، چې دا یوه عادي کړنه ده. ځینې وختونه د ذهني فشار له امله ناڅاپي لاس خوله کېږي، چې د ذهني فشار وروسته خپله ښه کېږي. خو که چېرته د پورتنیو دوه سببونه څخه یو هم د خوله کېدو سبب نه و، نو د تایرایډ په غده کې ستونزه ګڼل کېږي، چې په دې حالت کې ډاکتر مراجعه کول اړین وي.

د لاسونو وېده کېدل:

ځینې خلک چې کله وېده شي، نو لاس یې له حرکته ولوېږي. که چېرته له دې کړنې سره وخت نا وخت مخ کېږئ، نو علت یې دادی چې د لاس په ځینو رګونو زور راځي او په نتیجه له حرکته لوېږي. خو که چېرته دا ډول کړنه هر وخت له خوب څخه د پورته کېدو په صورت کې تکرار شي، نو د ډېرې خطرناکې ناروغۍ نښه ګڼل کېږي. لکه د کلیسټرولو ډېرېدل، د ملا د تیر په مهریو کې د رګ راتلل، د زړه ناروغي، د شکر ناروغي او د نورو ناروغیو په سبب دا ډول پېښه رامنځته کېږي، چې بیا ډاکتر ته مراجعه کول ورته اړین وي.

د لاسونو یا ورغوی سپورېدل:

د ورغوی سپورېدل په عموم کې د اوبو د کمښت ښکارندوینه کوي، چې د پوره کولو لپاره یې د ډېرو اوبو، کبانو او د غوړو لرونکو توکو استعمال ښودل شوی. دغه راز په زړو ښځو کې د میاشتنۍ ناروغۍ وروسته هم د هورمونونو په بدلون سره دا ډول پېښې رامنځته کېدلی، چې په دې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول اړین دي.

د لاسونو لړزېدل یا رپېدل:

د لاسونو لړزېدل د یوې خطرناکې ناروغۍ پارکنزم نښه ګڼل کېږي. ویل کېږي که چېرته مو په عادي حالاتو کې لاسونه لړزېږي نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ. دغه راز د ذهني فشار، غوسې یا د وېرې په صورت کې هم لاسونه لړزېږي، چې بېرته ژر عادي حالت راځي.

د نوکانو ماتېدل:

د بدن د روغتیا اړوند معلومات له نوکانو څخه هم لاسته راځي. ویل کېږي چې د نوکانو ماتېدل یا کاږه واږه نوکان د زنک د کمښت نښه ګڼل کېږي، چې د بدن لپاره ډېر اړین وي او د پوره کولو لپاره یې د غلو، مغزي توکو او د غوښې د خوړلو سپارښتنه شوې.

د ګوتو بندونه پړسېدل:

ځیني وختونه د لاسونو د ګوتو بندونه پړسېږي او یو له بل څخه یې شکل بدلون مومي. چې دا ډول حالت د خطرناکو ناروغیو نښه ګڼل کېږي، چې د اکسیجن کمښت، د سږو سرطان او د زړه له ناروغیو څخه غبارت دي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …