کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ګال ګليډيټرز لومړۍ بريا خپله کړه
محمد عامر

ګال ګليډيټرز لومړۍ بريا خپله کړه

د ګال ګليډيټرز لپاره نن محمد عامر ښه توپ اچونه ترسره کړه او توپوهونکي يې هم ښه وځلېدل، چې په لنکا پريمئير ليګ کې يې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ١٤مه لوبه د کولمبو کنګز او ګال ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کولمبو کنګز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

کولمبو کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٧١ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډينيل بي ډرومونډ ٤٤، دينيش چنديمل ٣٥، تهيکشيلا ډي سلوا ٢٧ او ايسورو ادانا ٢١ منډې وکړې. قېس احمد هم په ٤ توپونو ٥ منډې ترلاسه کړې.

د ګال ګليډيټرز له لوري محمد عامر ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٦ منډو په ورکولو سره ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز لکشن سنداکان ٣ او دنانجايا لکشن ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٧٢ منډو هدف د ګال ګليډيټرز لوبډلې په ١٧.٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.

د دوى له لوري احسن علي ٥٦، دانوشکا ګوناتيلکا ٣٨، بهانوکا راجا پکسا ٣٧ ناسوځېدلې او اعظم خان ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد او داميکا پراساد ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد عامر ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې دا د ګال ګليډيټرز ٦مه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه او هغه هم د شاهد اپريدي په نه شتون کې، همدا راز کولمبو کنګز بيا په شپږمه لوبه کې دويمه ماتې وخوړه.

نن د لنکا پريمئير ليګ بله لوبه د ډمبوله وايکينګ او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران بهترینه توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې …