د هندي فلمونو ځوان او مشهور هنرمند ورون دهون په کورونا ويروس اخته شوى دى، چې نوموړي يې په ټولنيزو رسنيو کې په اړه هم خبر ورکړى.
د انسټاګرام په مشهور اپليکېشن کې ورون دهون يو عکس خپور کړى دى او له هغې سره يې خپل د کورونا ټېسټ د مثبت راتلو خبره هم کړې ده.
نوموړي ليکلي دي، چې د کورونا ويروس په دې وخت کې مې بېرته کارونه پيل کړل، نو زه هم په کورونا ويروس اخته شوم.
View this post on Instagram
نوموړي د خپل نوي فلم (جګ جګ جيو) د ثبت په اړه وويل، چې فلم جوړونکو د کورونا د مخنيوي لپاره ټول احتياطي تدابير خپل کړي و، خو بيا هم په ژوند کې هر څه راپېښېدونکي دي.
ورون دهون د خپلې ناروغۍ تر څنګ مينه والو ته دا مشوره هم ورکړه، چې ډېر زيات احتياط دې وکړي.
هغه همدا راز د خپلو مينه والو مننه هم وکړه چې د هغه د روغتيا لپاره يې دعاوې او نېکې هيلې څرګندې کړې دي.
د يادولو وړ ده چې ٣٣ کلن هنرمند ورون دهون د هندي فلمونو د مشهور فلم جوړونکي ډيويډ دهون زوى دى، نوموړي په ٢٠١٢ کال کې د (سټوډنټ اف دي اير) فلم څخه کار پيل کړى و.
هغه تراوسه پورې په يو شمېر فلمونو کې کار کړى دى چې ډېر فلمونه يې کامياب شوي دي. د نوموړى يو بل فلم د (کولي نمبر ١) په نوم دى، چې ساره علي خان هم پکې کار کړى دى او دا فلم به يې د دسمبر په مياشت کې په انلاين بڼه خپور شي.
د دې تر څنګ نوموړي د (جګ جګ جيو) فلم لپاره ثبت ترسره کاوه، چې د ورون دهون او نيتو کپور د کورونا ټېسټونه مثبت راغلل او د فلم ثبت په نيمه کې پاتې شو.