کورپاڼه / خبرونه / د اى سي سي درجه بندي: کين ويليمسن له ويراټ کوهلي مخکې شو
کين ويليمسن او ويراټ کوهلي

د اى سي سي درجه بندي: کين ويليمسن له ويراټ کوهلي مخکې شو

د کرکټ نړيوالې شورا د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې وروسته تازه درجه بندي خپره کړې ده، چې پکې کين ويليمسن د ويراټ کوهلي څخه مخکې شوى دى.

د اى سي سي د ټېسټ درجه بندۍ کې سټيو سميت تر ټولو مخکښ توپوهونکى دى چې په لومړي مقام کې قرار لري. همدا راز کين ويليمسن د ويسټ انډيز پر وړاندې زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې په درجه بندۍ کې دوه مقام پورته لاړ او د هند ويراټ کوهلي او د اسټراليا مارنوس لابوشين يې تر شا پرېښودل.

سټيو سميت

کين ويليمسن په دويم مقام کې اوس قرار لري او د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي له دويم مقام څخه دريم مقام ته راښکته شوى دى.

د اى سي سي ټېسټ درجه بندي

همدا راز مارنوس لابوشين څلورم مقام ته راغلى دى او د پاکستان بابر اعظم په پنځم، د اسټراليا ډيويډ وارنر په شپږم، د هند چيتيشور پوجارا په اووم، د انګلستان بين سټوکس په اتم او جو روټ په نهم مقام کې د پخوا په څېر په خپل ځاى پاتې دي، بل لوري ته د نيوزيلېنډ ټام لاتم هم ١٠م مقام ته پرمختګ کړى دى.

د توپ اچونکو په برخه کې بيا د اسټراليا پاټ کمنز په لومړي مقام کې ده او د نيوزيلېنډ نيل واګنر بيا يو مقام پرمختګ کړى دى چې اوس په دويم مقام کې دى، له هغه وروسته بيا سټارټ بروډ او ټيم ساوټي په دريم او څلورم مقام کې دي. همدا راز د سويلي افريقا کاګيسو رباډا پنځم او د اسټراليا مچل سټارک شپږم مقام ته پورته شوي دي، خو د ويسټ انډيز جېسن هولډر ٧م مقام ته ښکته شوى دى. د اسټراليا جوش هازلووډ هم ١٠م مقام ته پورته شوى دى.

د ټېسټ لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې بين سټوکس لومړى مقام خپل کړى دى او جېسن هولډر دويم مقام ته تللى دى، رويندرا جډيجا بيا په دريم مقام کې قرار لري او شکېب الحسن څلورم مقام ته پورته شوى دى.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …