کورپاڼه / روغتيا / د پیزا له زیانونو څخه د ځان ژغورلو لپاره څه وکړو؟
پیزا

د پیزا له زیانونو څخه د ځان ژغورلو لپاره څه وکړو؟

هر انسان د خپلې روغتیا په فکر کې وي، چې په همدې موخه ښه خواړه هم استعمالوي، ترڅو له مختلفو ناروغیو یا د چاغښت څخه وژغورل شي، خو ځیني داسې وختونه هم راځي، چې له خوندورو خوړو سره مخ کېږي او دا ترې هېرېږي چې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي. ویل کېږي چې برګر، چپس او پیزا له هغه خوړو څخه دي، چې خلک یې په ډېر شوق سره خوري. که څه هم ددې خوړو پرېښودل آسانه نه دي، خو زیانونه یې کمولی شو.

ویل کېږي چې د پیزا په یوه وړه ټوټه کې ۳۱۱ کالوري شتون لري او ترټولو لویه خرابي یې داده چې ۱۳.۵ ګرامه وازده هم لري. نو راځئ چې په لاندې تدابیرو د پیزا له زیانونو څخه ځان وژغورو.

د غنم د اوړو پیزا:

له هر څه دمخه د پیزا لپاره باید د غنمو اوړه تیار شي، چې په دې سره به د بدن لپاره فایبر او پروټین برابر شي.

د لږو غوړیو لرونکي پنیر:

ویل کېږي چې په پیزا کې باید داسې پنیر استعمال شي، چې لږ غوړ ولري.

د غوښې پرځای نور غوره توکي:

ددې لپاره چې د پیزا زیانونه کم شي، نو د غوښې پرځای نور توکي لکه مرخیړي او داسې نور باید وکارول شي.

هغه غوښه چې وازده ونه لري:

که چېرته غواړئ چې په پیزا کې غوښه ور ګډه کړئ، نو هغه غوښه ور واچوئ، چې وازده ونه لري او د سلاد استعمال هم اړین دی.

ډېر سابه پکې ور ګډ کړئ:

روغتیایي کارپوهان وایي، چې په پیزا کې باید ډېر سابه وکارول شي. دوی زیاتوی چې په سابو کې په زیاته اندازه ویټامینونه شتون لري.

له کورني کیچپ څخه ګټه واخلئ:

ویل کېږي چې په  پیزا باندې اچوونکي چکني یا کیچپ په زیاته اندازه سودیم لري، نو غوره به دا وي چې کورنۍ چکني ورته تیاره شي.

له یخو څښاکو څخه ډډه وکړئ:

روغتیایي کارپوهان وایي، چې باید له بازاري څښاکو څخه ځانونه وساتو. دوی وایي چې په ډول څښاکو کې په زیاته اندازه خواږه شتون لري نو د پیزا شوقیانو ته پکار دي چې یوازې له سلاد څخه ګټه پورته کړي.

کورنۍ پیزا:

هغه کسان چې د پیزا شوقیانو وي باید له کورنۍ پیزا څخه کار واخلي. ویل کېږي چې بازاري پیزا په داسې ډول سره تیارېږي، چې روغتیا ته پکې پاملرنه نه کېږي او له داسې توکو څخه پکې کار اخیستل کېږي چې ټیټه بیه ولري.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …