کورپاڼه / هنر او کلتور / د معارف وزارت په نوې طرحه (تر دريمه په جومات کې زده کړې) باندې د اريانا سعيد سختې نيوکې
اريانا سعيد

د معارف وزارت په نوې طرحه (تر دريمه په جومات کې زده کړې) باندې د اريانا سعيد سختې نيوکې

مشهورې سندرغاړې اريانا سعيد د معارف وزارت په هغه طرحه باندې سختې نيوکې کړې دي، چې پکې ويل شوي و، چې تر دريمه پورې به ماشومان د ښوونځيو پر ځاى په جوماتونو کې زده کړې ترلاسه کوي.

اريانا سعيد د معارف وزارت د دې طرحې په اړه په ټولنيزو رسنيو کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي او همدا راز په دې طرحه يې سختې نيوکې کړې دي.

هغې تور پورې کړى دى، چې په جوماتونو کې ماشومان وهل کېږي او غېر اخلاقي کړنې هم ورسره ترسره کېږي، نو څنګه به خلک وکولاى شي چې خپلې ٧-١٠ کلنې ماشومانې جوماتونو ته ولېږي.

نوموړې همدا راز له خلکو څخه هم پوښتنه کړې ده چې هغوى به څنګه خپل ماشومان د مکتب پر ځاى جوماتونو ته لېږي، چې د جوماتونو په اړه داسې فکرونه موجود دي.


اريانا سعيد همدا راز ليکي، چې د معارف وزارت ته دا اجازه چا ورکړې ده، چې د ماشومانو د مور و پلار څخه له پوښتنې پرته دې يوه داسې طرحه جوړه کړي.

د يادولو وړ ده چې د معارف وزارت سرپرستې وزيرې په يو ټويټ کې ويلي و، چې دوى په يوه داسې طرحه باندې کار کوي، چې ماشومان به تر دريم صنف پورې د مکتب پر ځاى جومات کې زده کړې ترلاسه کوي.

خو وروسته وويل شول، چې دا طرحه يوازې د هغه سيمو لپاره ده، چېرته چې مکتبونه يا ښوونځي نشته ده، نو هغه ځايونو کې به ماشومان بيا تر دريم ټولګي پورې جوماتونو ته ځي او په کومو ځايونو کې چې مکتبونه يا ښوونځي شته، نو هلته به دا طرحه نه پلي کېږي.

د معارف وزارت دا طرحه د خلکو له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ډېر شمېر خلکو يې ملاتړ کړى دى او دا يې ښه طرحه بللې ده، خو ډېرو خلکو بيا له دې طرحې سره مخالفت هم ښکاره کړى دى.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …