کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / يو امريکايي شرکت د نړۍ تر ټولو ستره بې پېلوټه الوتکه جوړه کړه
ډرون

يو امريکايي شرکت د نړۍ تر ټولو ستره بې پېلوټه الوتکه جوړه کړه

يو امريکايي شرکت د (راون ايکس) په نوم د نړۍ تر ټولو ستره بې پېلوټه يا ډرون الوتکه جوړه کړې ده، ياد شرکت د دې بې پيلوټې الوتکې په اړه ادعا کړې ده، چې دا به په ډېر لږ وخت او کمو مصارفو باندې مصنوعي سيارچې تشيال ته رسوي.

دا شرکت د (ايوم) په نوم دى او وايي چې د دې بې پېلوټې الوتکې اوږدوالى ٨٠ فوټه دى او پلنوالى يې ١٨ فوټه دى، همدا راز پرې يې بيا ٦٠ فوټه خوره شوې دي.

دا چې ډېره ستره بې پيلوټه الوتکه ده، بيا هم د پورته کېدو او کېناستو لپاره يوازې يو ميله ځغاستليکې ته اړتيا لري.

د دې ډرون جوړونکى شرکت ادعا کوي، چې دا په بشپړ ډول بې پيلوټه الوتکه ده او پرته د انسان له مرستې پورته کېداى شي او همداسې بېرته په ځمکه کېناستلى هم شي. خو تراوسه پورې چې څومره بې پېلوټې الوتکې جوړې شوې دي، که څه هم په هغې کې دننه انسان نه وي ناست، خو ليرې چېرته په يوه خونه کې انسان ناست وي او هغه يې کنټرولي، يعنې دا داسې الوتکه ده چې نيمه خپلواکه ده او نيمه د انسان په کنټرول کې ده.

د (راون ايکس) ډرون په اړه ويل کېږي، چې دا ډېره طاقتوره ده او په هر ډول موسم کې الوتنه کولاى شي، خو ويل کېږي چې د يوې الوتنې ترسره کولو وروسته د دې ډرون اويا سلنه برخې د کار کولو وړتيا لري.

د ايوم شرکت وايي، چې د دوى هدف دا دى چې په راتلونکې کې داسې بې پيلوټې الوتکې جوړې کړي، چې د يو سفر وروسته بېرته راوګرځي، نو بيا هم د دويم سفر لپاره سل سلنه چمتو وي او هېڅ څه بدلولو ته يې اړتيا نه پېښېږي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …