کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / دريمه شل اوريزه لوبه: د فنچ او وارنر نه شتون به هند ته ګټه ورسوي؟
ويراټ کوهلي

دريمه شل اوريزه لوبه: د فنچ او وارنر نه شتون به هند ته ګټه ورسوي؟

د هند او اسټراليا ترمنځ دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه نن ترسره کېږي، چې د ارون فنچ او ډيويډ وارنر نه شتون به هند ته يو ځل بيا په ګټه تمام شي.

له هند سره دا ستر چانس دى، چې د اسټراليا لوبډلې ته په شل اوريزو لوبو لړۍ کې د ٣-٠ سره ماتې ورکړي او وايټ واش يې کړي.

د هند لپاره هارديک پانډيا په تېره شل اوريزو لوبه کې ښه ځلېدلى دى او هيله شته چې نن هم خپل کمال د تېر په څېر ښکاره کړي، رويندرا جډيجا چې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ښه ځلېدلى و، د ټپي کېدو له امله له پاتې لوبو بهر شو، همدا راز ټي ناټاراجن هم د هند لپاره يو مهم توپ اچونکى ثابت شوى دى.

ډيويډ وارنر چې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ټپي شو، هند ته يې ګټه ورسېده، ځکه د هغه له ټپي کېدو وروسته هند د اسټراليا لوبډلې ته په وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ او دوه شل اوريزو لوبو کې ماتې ورکړه، خو ارون فنچ هم په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ټپي شوى دى او نن هم معلومات نشته، چې هغه به ولوبېږي او که نه.

که د دواړو لوبو د وروستيو پنځه نړيوالو شل اوريزو لوبو خبره وشي، نو اسټراليا يوازې ١ لوبه ګټلې ده، خو هند بيا په پنځه واړو لوبو کې برياوې خپلې کړې دي.

د کريک انفو په وېنا د دواړو لوبډلو احتمالي ١١ کسيز نوملړ ښايي په دې ډول وي:

اسټراليا: ((ارون فنچ\ډارسي شارټ، ميتيو وېډ، سټيو سميت، ګلين ميکسويل، موسيس هينريکس، مارکس سټوينيس، سين ابوټ، ډينيل سامس، مچل سويپسون، اډم زمپا او انډريو ټاى.

هند: شيکر دهون، کى ايل راهول، ويراټ کوهلي، سنجو سمسون، شرياس اير، هارديک پانډيا، شردل ټاکر، واشينګټن سندر، ديپک چاهار، ټي ناټاراجن او يوژيندرا چاهل.

څه فکر کوئ؟ نن به کومه لوبډله ښه وځلېږي؟ ايا اسټراليا به لومړۍ شل اوريزه لوبه وګټي او که هند به اسټراليا ته ٣-٠ ماتې ورکړي؟

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى

لنکا پريمئير ليګ: نن رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ کېږي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په …