کورپاڼه / روغتيا / د زیتونو د تېلو بې شمېره ګټې
د زیتونو تېل

د زیتونو د تېلو بې شمېره ګټې

زیتون او د زیتونو تېل یو له هغه غذایي توکو څخه شمېرل کېږي، چې پخپل جوړښت کې بې شمېره ګټې لري او په زیاته اندازه د میکرونیوټریشن، فیټي اسید او ویټامیونه شتون یې د روغتیا لپاره غوره ګرځولي دي

په نهاره د زیتونو د تېلو کارول او ګټې:

ویل کېږي چې په نهاره یوه کاچوغه د زیتونو د تېلو څښل د هغه حجرو ساتنه کوي، چې د سرطان سبب کېږي. دغه راز د کولمې سیستم ښه کوي او د قبض په مخنیوي هم مرستندویه تمامېږي.

د پوستکي، نوکانو او د ویښتانو د ښکلا لپاره:

ویل کېږي چې په نهاره د زیتونو د تېلو استعمال د پوستکي په ښکلي کولو کې اغېزمن تمامېږي او د نوکانو او ویښتانو لپاره ګټور ګڼل کېږي. دغه راز د پوستکي په جوړولو، نرمولو، د نمۍ په ورکولو او د ویښتانو په وده کې مرستندویه ګڼل کېږي.

دفاعي سیستم ځواکمنوي:

ویل کېږي چې د زیتونو د تېلو په جوړښت کې موجود فیټي اسید د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مهم رول لري. دغه راز د ناروغیو په وړاندې د طبیعي مزاحمت په ډېرېدو کې هم ګټور تمامېږي.

د پړسوب او سوخت لپاره:

ویل کېږي چې د زیتونو تېل د پړسوب او سوخت لپاره ګټور وي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې له دریو څخه تر څلورو کاچوغو د زیتونو تېل په هغه اندازه اغېزمن تمامېږي، لکه څومره چې د درد لپاره کارېدونکي درمل اغېزمن وي او ښه خبره یې دا چې جانبي عوارض هم نه لري.

د دماغي روغتیا لپاره:

ویل کېږي چې د زیتونو تېل د دماغي روغتیا لپاره ګټور وي. دماغ چې په ډېره کچه اکسیجن ته اړتیا لري او کمښت یې پر روغتیا ناوړه اغېزې لري، نو ددې لپاره د زیتون د تېلو استعمال ګټور تمامېږي. دغه راز د حافظې په ښه کولو او د ژور خپګان په کمولو کې هم مرستندویه تمامېږي.

د شکر لپاره:

ویل کېږي چې د زیتونو د تېلو په استعمال سره د شکر، کلیسټرولو او د ګلوکوزو سطحه ټیټېږي. یعنې ددې مطلب دادی چې په ذکر شوو ناروغیو کې ګټور تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …