کورپاڼه / روغتيا / ارزان باديان او ١٤ قيمتي ګټې
باديان

ارزان باديان او ١٤ قيمتي ګټې

١-: د باديانو دانې د سرطان مخنيوى کوي

په باديانو کې موجود د اکسيډانت ضد مواد په سرطان د اخته کيدلو څخه مخنيوى کوي. همدارنګه په باديانو کې شته فيبر د کولون/کولمو د سرطان څخه مخنيوى کوي، چې په کولمو کې د زهرونو او بېکاره موادو په له منځه وړولو کې مرسته کوي.

٢-: باديان د التهاب ضد خاصيت لري

په باديانو کې شته د اکسيډانت ضد مواد د بدن د سلامتيا لپاره ګټور خاصيت لري. څېړونکي په دې باور دي، چې د باديانو څخه ګټه اخيستنه د آرتريت او کرون ناروغيو لپاره چې د دفاعي سيستم ناروغۍ دي ګټه لري.

٣-: د باديانو دانې د فيبر لرونکې دي

فيبر چې د بدن څخه غايطه مواد، زهريات او اضافي مواد په آسانۍ سره دفع کوي، هر ١٠٠ ګرامه دي ځکه چې د التهاب ضد باديانو کې د بدن د اړتيا 150 سلنه فيبر شتون لري ،که د خوړو په هضم کې د ستونزو سره مخ ياست د باديانو په خواصو باور وکړئ

٤-: باديان د وينې کلسترول ښکته کوي

په رګونو کې د کلسترول راټولېدل چې د وينې د فشار او د زړه د سکتې سبب ګرځي.

له نېکمرغه د وينې کلسترول د فيبر لرونکو خوړو په واسطه کنتروليږي، په باديانو کې شته ترکيبات د رګونو په ديوالونو کې د کلسترول راټوليدلو مخنيوى کوي او په دې توګه د زړه له ناروغيو مخنيوى کوي.

٥-: د باديانو تخم د وينې فشار ټيټوي

پوتاشيم د وينې د فشار په سمون کې يوازنۍ اصلي معدني ماده ده. دا معدني ماده په زياتره ګياهي خوړو لکه باديانو کې شتون لري. پوتاشيم د وينې فشار په کنټرول او ثابت ساتلو کې مرسته کوي او په دې ډول د زړه ضربان هم تنظيموي. ١٠٠ګرامه باديان د ١٧٠٠ ملي ګرامه پوتاشيم لرونکي دd>

٦-: باديان ديورتيک/ ادرار زياتونکى خاصيت لري

د باديانو دانې ديورتيک خاصيت لري، يانې ادرار زياتوي او د بدن څخه د زهرو په لرې کولو کې مرسته کوي. د دې لپاره د باديانو څخه په دم شوى توګه کار اخلي، چې د ادرارو حجم زيات او د بدن پړسوب کموي. يوه قاشقه باديان په ٢٠٠ملي ليټره اوبو کې د لسو دقيقو لپاره جوش او وڅښٸ.

٧-: باديان او انتي اوکسيډاني خاصيت

د باديانو دانې د فلاوونوٸيدونو څخه بډايه دي، چې د قوي انتي اوکسيډانونو له ډلې دي. دا د قلبي او عروقي سيسټم اکسيداتيف اسټرس کموي او د عصبي زيانونو په وړاندې د بدن څخه ساتنه کوي. همدارنګه فلاوونوٸيدونه د ژر زړښت څخه مخنيوي کې شهرت لري او د آزادو زيان رسولو راډيکالونو سره مقابله کوي.

٨-: باديان د خوړو له هضم سره مرسته کوي

که مو خواړه نه هضمېږي، کولاى شٸ، په باديان اعتماد وکړٸ، ځکه چې د دغو دانو هضموونکى خاصيت له پېړيو پخوا نوم لري. له خوړو وروسته د باديانو دم کړى چاى تاسې له هضمي ستونزو خلاصوي.

٩-: باديان د کلسيم سرچينه ده

باديان د کلسيم بډايه سرچينه ده. کلسيم په ډېرى خوړنيزو موادو لکه بادام، شنه سبو او کونځلو کې شتون لري. پوه شٸ چې ١٠٠ ګرامه باديان د ١٢٠% د بدن ورځنۍ اړتيا پوره کوي. دا اندازه ١٢٠٠ ملي ګرامه کلسيم لري.

١٠-: باديان د وينې د سرو کروياتو جوړونکي

د وينې د سره کروياتو جوړول په بدن کې د مناسبې تغذيې سره تړاوو لري باديان په خپل جوړښت کې په زياته اندازه مس لري، چې نوموړې ماده د وينې د سره کروياتو په جوړښت کې رول لري. بايد پوه شو چې هر ١٠٠ګرامه باديان ١٠٧٠ملي ګرامه مس لري.

١١-: اديان د ويښتانو او پوستکې لپاره ګټه لري

باديان ويښتان قوي کوي او د ويښتانو له تويېدلو څخه مخنيوى کوي.

١٢-: باديان وزن کموي

د باديانو مصرف د اشتها د کميدلو او انسان وسره د مړښت احساس کوي، نو باديان د اضافي وازدو په سوځولو سره د وزن د کموالي سبب ګرځي.

١٣-: باديان او د زړښت ضد خاصيت

باديان د وېټامين B او C يو ښه منبع ده، چې د کولاجن د جوړښت سبب ګرځي او د پوستکي د ځوانښت سبب ګرځي.

١٤-: باديان د ادار زياتونکي خاصيت له مخې د پښتورګو د ډبرو، نفريت او د قبضيت ضد تاثير لري.

ليکوال : سرور عرفان

Loading...

دا هم ولولئ

په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش کول، د امیندارۍ پرمهال د شکر مخنیوی کوې

که چېرته امیندوارې میرمنې د امیندوارۍ په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش وکړي، …