کورپاڼه / خبرونه / ګلبدين نايب: نن مې خپله يوه بله افغاني دنده هم ترسره کړه
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: نن مې خپله يوه بله افغاني دنده هم ترسره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب هم اليکترونيکي يا برېښنايي تذکره ترلاسه کړه، هغه وايي يوه بله دنده يې هم ترسره کړه.

ګلبدين نايب په خپل ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى، چې خپله اليکترونيکي تذکره ترلاسه کوي، نوموړې له دې عکس سره ليکلي دي: ((نن مې خپله يوه بله افغاني دنده هم ترسره کړه او خپله برېښنايي تذکره مې واخيسته. زموږ هويت زموږ وياړ.))


د يادولو وړ ده چې د اليکترونيکي يا برېښنايي تذکرو د پيلېدو څخه څه وخت وروسته په کرکټ بورډ کې هم يوه څانګه جوړه کړې وه، تر څو د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارکوونکو ته اليکترونيکي تذکرې ورکړي.

هغه وخت ډېرو لوبغاړو او د کرکټ بورډ ډېرى کارکوونکو اليکترونيکي تذکرې ترلاسه کړې، خو ګلبدين نايب اليکترونيکي تذکره اوس ترلاسه کړه، همدا راز يو شمېر نورو لوبغاړو هم برېښنايي تذکرې نه دي اخيستي.

د يادولو وړ ده چې د اليکترونيکي تذکرو د وېش لړۍ د کابل پرته په يو شمېر ولايتونو کې هم پيل شوې ده او ډېرى هېوادوالو ورته نومليکنه کړې او ډېرو يادې تذکرې ترلاسه کړې هم دي.

د يادولو وړ ده چې ګلبدين نايب د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر و، چې بدبختانه افغانستان په نړيوال جام کې هېڅ بريا ترلاسه نه کړه او تش لاس بېرته هېواد ته راستنه شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې …