کورپاڼه / خبرونه / هارديک پانډيا د غوره لوبغاړي جايزه ناټاراجن ته ډالۍ کړه
ټي ناټاراجن او هارديک پانډيا

هارديک پانډيا د غوره لوبغاړي جايزه ناټاراجن ته ډالۍ کړه

هند د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې اسټراليا ته د ٢-١ سره ماتې ورکړه او دا لړۍ يې په خپل نوم کړه. هارديک پانډيا ته په ښې لوبې ترسره کولو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

په دې سياليو کې په لومړي ځل د هند لپاره ټي ناټاراجن هم ولوبېده او خپل ځان يې ثابت کړ، چې په راتلونکي کې به د هند يو مخکښ توپ اچونکى وي.

هارديک پانډيا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ناټاراجن ته ډالۍ کړه او ورته يې وويل، چې په دې لوبلړۍ کې يې زبردسته لوبه ترسره کړه او د هغه له لوري د لوبلړۍ غوره لوبغاړى دى.

هارديک پانډيا له ناټاراجن سره اخيستل شوي عکسونه په ټويټر کې هم خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې په خپلو لومړنيو لوبو کې په داسې سخت وخت کې ډېر ښه وځلېدې او ستا وړتيا او زيار خلکو وليده.

هارديک پانډيا ټولې لوبډلې ته هم د لوبلړۍ د بريا مبارکي ورکړه او همدا راز وې ويل، چې زما له خوا ناټاراجن د لوبلړۍ غوره لوبغاړى دى.


بل لوري ته د هند لوبډلمشر ويراټ کوهلي هم د ناټاراجن د لوبې ستاينه وکړه او وې ويل چې په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې به نوموړى زموږ د لوبډلې يو مهم توپ اچونکى وي.

ټي ناټاراجن په لومړۍ لوبه کې د ٣٠ منډو په بدل کې ٣، په دويمه لوبه کې د ٢٠ منډو په بدل کې ٢ او په دريمه لوبه کې د ٣٣ منډو په بدل کې ١ ويکټ ترلاسه کړه. نوموړي په درې لوبو کې ٦ ويکټې واخيستې.

هغه همدا راز د هند لپاره يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم ترسره کړه چې د ٧٠ منډو په بدل کې يې ٢ لوبغاړي وسوځول.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …