کورپاڼه / خبرونه / د انګلستاني کرکټر بين سټوکس پلار د سرطان له امله ومړ
بين سټوکس

د انګلستاني کرکټر بين سټوکس پلار د سرطان له امله ومړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړي بين سټوکس پلار د سرطان له ناروغۍ څخه ماتې وخوړه او د تل لپاره يې نړۍ پرېښوده.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان ملي لوبډلې الراونډر بين سټوکس پلار ګيډ سټوکس د ٦٥ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

د نوموړي پلار د مازغو سرطان درلود، چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې يې تشخيص شوى و.

ګيډ سټوکس د رګبي لوبې لوبغاړى او روزونکى هم پاتې شوى و، د هغه د مړينې خبر د ورکنګټن ټاون کلب هم کړى دى.

بين سټوکس سږکال د پاکستان پر وړاندې ټېسټ لوبې هم په نيمايي کې پرېښې وې او نيوزيلېنډ ته د خپل پلار خواته تللى و، ځکه پلار يې په روغتون کې بستر او حالت يې ښه نه و.

٢٩ کلن بين سټوکس چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې غوره الراونډر لوبغاړى دى، د نيوزيلېنډ په کرايسټ چرچ کې زېږېدلى دى، نوموړي په ٢٠١٩ نړيوال جام کې د انګلستان لپاره ډېره مهمه لوبه ترسره کړه او د نيوزيلېنډ پر وړاندې يې د انګلستان لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړه، چې انګلستان په لومړي ځل د نړيوال جام اتلولي خپله کړه.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …