کورپاڼه / بېلا بېل / د خاوند په ټولنيزو رسنيو کې بلاکولو له امله محکمې ښځه جريمه کړه
دارالقضاء

د خاوند په ټولنيزو رسنيو کې بلاکولو له امله محکمې ښځه جريمه کړه

په متحده عربي اماراتو کې محکمې هغه ښځه پنځه زره درهمه جريمه کړې ده، چې خپل خاوند يې په ټولنيزو رسنيو کې بلاک کړى و.

د رسنيو د رپورونو په وېنا، د راس الخېمې يوې محکمې هغه ښځه پنځه زره درهمه جريمه کړه، چې خپل خاوند يې په انسټاګرام او سنېپ چېټ کې بلاک کړى و.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ياد سړي په خپله ښځه عريضه کړې وه او ويلي يې و، چې هغه يو مساژ سينټر چلوي او خپله ښځه يې په دې سينټر کې مديره ټاکلې ده. هغه ليکلي دي، چې ښځې يې د مساژ سينټر وېبپاڼې او ټولنيزو رسنيو ته د هغې په لاسرسي بندېز لګولى دى.

د امارت اليوم ورځپاڼې د راپور په وېنا، خاوند يې پوليسو ته ويلي دي، چې ښځې يې هغه په انسټاګرام او سنېپ چېټ اکاونټونو کې بلاک کړى دى. نوموړى وايي، د مساژ سينټر د اکاونټونو اصلي مالک هغه دى، خو دا اکاونټونه يې له ښځې سره دي او هغې ورته اخطار ورکړى دى چې دا اکاونټونه به ختم کړي.

انسټاګرام

دغه سړي دا هم ويلي دي، چې ښځې يې په مساژ سينټر کې فساد کړى دى او کله چې هغه ته په دې اړه معلومات وشو، نو ورته يې اخطار ورکړ، چې په انسټاګرام کې به داسې پوسټونه وکړي، چې دې مساژ سينټر ته به خلک بيا نه راځي.

دغه سړي ويلي دي، چې ښځې يې نه يوازې دا چې هغه په انسټاګرام او سنېپ چېټ کې بلاک کړى دى، بلکې د هغه په اړه يې يو پوسټ کړى او د هغه شمېره يې هم خپره کړې وه، چې نوموړى يې له ستونزو سره مخ کړى و.

محکمې د ټولنيزو رسنيو اکاونټونو تر څېړلو وروسته په خپله پرېکړه کې ويلي دي، چې د مساژ سينټر اکاونټونه د سړي دي او ښځې په رښتيا هم هغه په اکاونټونو کې بلاک کړى دى، نو له دې امله يې ياده ښځه پنځه زره درهمه جريمه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ټيفني ټرمپ

د ټرمپ لور په سپينه ماڼۍ کې په وروستۍ ورځ کوژده وکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې نن يې ولسمشري پاى ته ورسېده او له دې …