کورپاڼه / بېلا بېل / فوربز مجلې په لومړي ځل يوه باحجابه مسلمانه مېرمن په (انډر ٣٠) کې شامله کړه
حفصه فېضل ١

فوربز مجلې په لومړي ځل يوه باحجابه مسلمانه مېرمن په (انډر ٣٠) کې شامله کړه

د امريکا مسلمانه مېرمن حفصه فېضل لومړنۍ مسلمانه باحجابه مېرمن ده چې د فوربز مجلې په (انډر ٣٠) ليسټ کې شامله شوه او دا وياړ يې ترلاسه کړ.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا مشهورې مجلې فوربز له دې مخکې کومه باحجابه مسلمانه مېرمن په خپل دغه ليسټ کې نه وه شامله کړې، د امريکا مسلمانې ليکوالې حفصه فېضل د فوربز مجلې تاريخ بدل کړ.

ليکواله حفصه فېضل د فوربز مجلې په ليسټ کې ځاى پېدا کړ او لومړنۍ مسلمانه باحجابه ليکواله شوه، چې په (ترټي انډر ترټي) ليسټ کې راغله.

ده مجلې حفصه د آرټ په کټګورۍ کې غوره کړې ده، نوموړې لومړنۍ باحجابه مسلمانه ده، چې په امريکا کې يې ناولونه تر ټولو زيات پلورل شوي دي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې نوموړې د (وي هنټ دي فليم) نومې کتاب، چې يو ناول څخه ډېر شهرت ترلاسه کړى دى.

دا ناول په ٢٠١٩ کال کې خپور شوى دى، چې د يوې سعودي ښځې کيسه ده، چې په ځنګلونو کې سفر کوي، دا ناول د ١٠ غوره ناولونو په ليسټ کې هم راغلى و، چې ډېر پلورل شوى و.

د يادولو وړ ده چې امريکايي مجلې فوربز له دې مخکې هېڅ داسې يوه مسلمانه مېرمن، چې پوره پرده کوي او باحجابه وي، په خپل ليسټ کې کله نه وه شامله کړې، دا لومړى ځل دى چې د فوربز مجلې په (٣٠ انډر ٣٠) ليسټ کې يوه مسلمانه باحجابه مېرمن شامله کړې ده. حفصه فېضل په دې اړه يو ټويټ هم کړى و او ليکلي يې و، چې تاسې مخکې کله د ForbesUnder30 ليسټ کې يوه نقاب لرونکې ښځه ليدلې؟

حفصه فېضل

Loading...

دا هم ولولئ

هغه څلور الوتکې چې د الوتنې پرمهال ورک شوې او تر اوسه یې څه خبر رانغی

که چېرته د هوایي الوتکو ترمنځ ټکر یا کومه بله پېښه رامنځته شي، نو لږ …