کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان په اسټراليا کې تمرينات پيل کړل
راشد خان

راشد خان په اسټراليا کې تمرينات پيل کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د کرنټين مودې له ختمېدو وروسته په اسټراليا کې له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى او تمرينات يې پيل کړي دي.

راشد خان چې د نومبر په مياشت کې له متحده عربي اماراتو څخه اسټراليا ته تللى و، هلته د بيګ باش سياليو له پيلېدو څخه مخکې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شوى و.

تېره ورځ د نوموړي د کرنټين موده پاى ته ورسېده، چې هغه په انسټاګرام کې د خپلو مينه والو يو شمېر پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړي و.

راشد خان ١

د راشد خان په تازه عکسونو کې ليدل کېږي، چې نوموړى د خپلې لوبډلې اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره يو ځاى شوى دى او تمرينات يې پيل کړي دي.

د اډلايډ سټرايکرز له ټويټر اکاونټ څخه د راشد خان يوه کوچنۍ ويډيو هم خپره شوې ده، چې هغه پکې وايي، د بيګ باش ليګ سياليو لپاره چمتو دى.

نوموړي همدا راز له خپلو مينه والو څخه غوښتنه کړې ده چې د هغه ملاتړ دې وکړي او ورته دې دعاوې وکړي.

راشد خان ٢

د يادولو وړ ده چې د بيګ باش ليګ سيالۍ سبا پيلېږي، چې لومړۍ لوبه به د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، خو د راشد خان لوبډله اډلايډ سټرايکرز به بيا خپله لومړۍ لوبه د دسمبر په ١٣مه نېټه د هوبارټ هوريکنز پر وړاندې ترسره کړي.

ياده دې وي چې په دې سياليو کې د افغانستان ځينې نور لوبغاړي، محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

مجيب الرحمان چې د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېږي، په اسټراليا کې يې د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى او په کوينز لېنډ کې نوموړى تر درملنې لاندې و.

بريسبين هيټ لوبډلې د هغه په اړه په يو ټويټ کې ويلي و، چې په کورونا اخته شوى دى، خو تر سختې څارنې لاندې دى، دوى د نوموړي په اړه بيا څه نه دي ويلي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان ١

پاکستان سوپر ليګ کې تر اخيستل کېدو وروسته راشد خان ټويټ وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې د پاکستان سوپر …