کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د بيګ باش ستر تجارتي ليګ سبا پيلېږي
نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمان، محمد نبي او راشد خان

د بيګ باش ستر تجارتي ليګ سبا پيلېږي

د اسټراليا ستر تجارتي ليګ (بيګ باش ليګ) سيالۍ به سبا (د دسمبر په ١٠مه نېټه) پيل شي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

سبا لومړۍ لوبه د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ په هوبارټ کې ترسره کېږي. دا لوبه به د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې پيل شي.

په دې سياليو کې چې پنځه افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نب، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال لوبېږي، په لومړۍ لوبه کې کوم افغان لوبغاړى نشته.

ظاهر خان، مجيب الرحمان، محمد نبي او نور احمد لکڼوال

په ١١م دسمبر به دويمه لوبه بيا د ميلبورن سټارز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د ميلبورن سټارز سره ظاهر خان او د بريسبين هيټ لوبډلې سره مجيب الرحمان لوبېږي.

خو د مجيب الرحمان د کورونا ټېسټ مثبت راغلى و او په اړه يې لا هم معلومات نشته، چې تر څه وخت پورې به هغه کرنټين وي.

د محمد نبي او نور احمد لکڼوال لوبډله (ميلبورن رينيګاډز) به خپله لومړۍ لوبه د دسمبر په ١٢مه نېټه د پرت سکارچرز لوبډلې په وړاندې ترسره کړي، دا لوبه به د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې پيل شي.

د راشد خان لوبډلې (اډلايډ سټرايکرز) لومړۍ لوبه به بيا د دسمبر په ١٣مه نېټه د هوبارټ هوريکنز سره ترسره کړي، خو دا لوبه د افغانستان په وخت سهار ٧:٤٠ بجې پيلېږي.

راشد خان

په دې سياليو کې چې ٨ لوبډلې پکې ګډون لري، يو له سترو تجارتي ليګونو څخه ګڼل کېږي، چې ډېرې سيالۍ پکې ترسره کېږي. د دسمبر په مياشت کې دا سيالۍ پيلېږي او بيا تر فبرورۍ پورې دوام کوي، چې ټولې څه کم دوه مياشتې سيالۍ ترسره کېږي.

نور احمد لکڼوال بيا په لومړي ځل په بيګ باش سياليو کې لوبېږي او وه به کتل شي چې هغه به څومره وځلېږي، نور افغان لوبغاړي بيا مخکې هم په دې سياليو کې لوبېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

مجيب الرحمان هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې واخيست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان په دويم راونډ کې …