کورپاڼه / روغتيا / ویټامینونه، چې په مرسته یې دفاعي سیستم ځواکمن او د ناروغیو مخنیوی کېږي
ویټامینونه

ویټامینونه، چې په مرسته یې دفاعي سیستم ځواکمن او د ناروغیو مخنیوی کېږي

ویل کېږي چې د انسان دفاعي سیستم د مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي او د ځواکمنېدو په صورت کې یې د ناروغیو په وړاندې مقابله هم کېدلی شي، چې په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د دفاعي سیستم ځواکمنول اړین وي.

د سکایي نیوز د راپور له مخې ویل کېږي، چې د دفاعي سیستم د ځواکمنولو لپاره باید ښه او مناسب خواړه وخوړل شي، ترڅو بدن وکولی شي، له مختلفو زهرجنو موادو، ویروسونو او د میکروبونو په وړاندې مقابلې ته تیار شي. دغه راز روغتیایي کارپوهانو هم د درملو پرځای د ښو او مناسبو خوړو سپارښتنه کړې. نو راځئ چې د ویټامینونو په اړه یې دلته خبرې کوو.

ویټامین سي:

ویل کېږي چې ویټامین سي میکروبونه له منځه وړي، د ناروغیو وخت راکموي او بدن د بکټریاوې په وړاندې ځواکمنوي، چې کولی شو له مالټې، لیمو، پالک، ګلپي او نور توکو څخه یې ترلاسه کړو.

ویټامین ایي:

ویل کېږي چې ویټامین ایي ځواکمن انټي اکساید دي، چې بدن له ناروغیو او میکروبونو څخه ژغوري او کولی شو چې له بادامو، ممپلیو، زړو او نورو توکو څخه یې ترلاسه کړو.

ویټامین ای:

ویل کېږي چې ویټامین د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مرستندویه تمامېږي او د انټي اکسایدو ځانګړتیا هم لري، چې کولی شو، له ګاځرو، کدو، لبلبو، چارمغز، هندواڼې او شنو سابو څخه یې لاسته راوړو.

ویټامین ډي:

ویل کېږي چې د ویټامین ډي کمښت د هډوکو د کمزورۍ او د ستړیا سبب ګرځي، چې د بدن په غړو او دفاعي سیستم اغېزې ښېندي، چې کولی شو په کبانو، هګۍ، شېدې او له غلو څخه یې ترلاسه کړو.

فولیک اسید:

ویل کېږي چې فولیک اسید د زړه اړوند ناروغۍ کموي او بدن له فشار او وینه له کمښت څخه ساتي، چې کولی شو له لوبیا، دالو، ورېژو او غلو څخه یې ترلاسه کړو.

اوسپنه:

ویل کېږي چې اوسپنه د بدن حجرو ته د اکسیجن په رسولو کې مهم رول لري او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې هم اغېزمن ثابتېږي. دغه راز د وینې کمښت په اصل کې د اوسپنې کمښت دی، چې بیا د سر درد، د بدن کمزوري او په ساه اخیستلو کې ستونزې رامنځته کوي، چې کولی شو له سرې او سپینې غوښې، کبانو، لوبیا، برکولي، ګلپي او غلو څخه یې ترلاسه کړو.

سیلینوم:

ویل کېږي چې سیلینوم د دفاعي سیستم په ښه کولو او عصبي سیستم د ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره مهم لري، چې کولی شو له چارمغزو، سپینې غوښې، ځیګر، پنیر او نورو توکو څخه یې لاسته راوړو.

زنک:

ویل کېږي چې زنک د دفاعي سیستم د حجرو په تیارولو کې مهم او اړین توکی ګڼل کېږي، چې کولی شو له غوښې، شېدو او لوبیا څخه یې ترلاسه کړو.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …